کور / نثر / حضرت يوسف ع ته !

حضرت يوسف ع ته !

اى د خداى نيازبين پيغمبره !

اى د خوبونو رښتنيه  تعبير کونکيه !
تا چې د مصر په زندان  کې د کوم بندي خوب تعبير کړى و ، رښتيا شو. 


تا د هغه زنداني سړي خوب چې پر سر يې د ډوډۍ شکور و او مرغانو  ترې تښتولې وي ، تعبير وکړ چې عمر يې ختم دى او  په دار به وځړول شي  ، رښتيا هم همداسې وشو.

اى  تر ټولو انسانانو حسينه پيغمبره !

موږ هم يوه رښتني تعبير ته اړتيا لرو.   
زموږ له لاسونوهم  خلک ډوډۍ تښتوي.
زموږ په نوم راغلې د سوال پيسې د څو جنابانو جيبونو ته ځي.
موږ په تڼاکو لاسونو ګټلې پيسې د دې لپاره ورکوو چې په عريضه مو يو تش لاسليک وشي.


له موږ نه په هغو ادارو کې هم پيسې اخستل کېږي د کومو په ديوالونو چې (و اذا حکمتم بین الناس ان تحکموا بالعدل … الايه ) ليکل شوى وي .
خو اى د خداى ج  نيازبين پيغمبره !
 دا خوب نه دى
دا هر څه دلته په ويښه کېږي .
د دې تعبير له چا وغواړ ؟
موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې په ډېرو رښتينو يې هم باور نشو کولى .


 خو که موږ ستا په تعبير قياس وکړو نو دوه نتيجو ته رسېږو.

 يا زموږ د ولس عمر ختم دى او يا د دې نظام !
                                                                       محمد نعمان دوست
                                                                    د غويي ٢٨مه ، کابل
تبصرې ازادې دي ، خو د کلام عفت حتمي دى .