د ميدان وردګو چارواکي د ۱۳ وسله والو د وژلو ادعا کوي

د لراوبر اداره | مې 20th, 2009


 
تيره شپه دميدان وردګو په ولايت کې دبهرنيانو او سوله والو طالبانو ترمڼځ سخته نښته وشوه اوپه کې دطالبانو اوبهرنيانو ته دارنده تلفات اوښټي دي
 
که څه هم وسله وال طالبان مني چې په دې چګړه کې يې درې تنه ملګري وژل شوي خو دبهرنيانو ددوه ټانګونو په ګډون ديوې امنيتي قطعې ددريو سرپونو موټرو دويجاړتيا اودکورنيو په ګډون دنيږدي شلو کسانو دوژلو ادعاوي کوي .
 
جګړې دوه ځايه دسيداباد په ولسوالۍ کې شوي دي لمړي جګړه داوتړيو په سيمه کې او دوهمه جګړه دملي خيلو په سيمه کې تيرماښام رامنځ ته شوي .
 
مجا هد وويل چې ددوي پاتي ملګرو ته کوم تاوان نه دي رسيدلي ، ولسي وګړي هم جګړه مني خو دواړو لوريوته دمرګ ژوبلې داوښتو خبري کوي.
 
دسيمي اوسيدونکي دنوم دنښودلوپه شرط وويل چې ددواړو ډلو مړي يي په خپلو سترګو ليدلي دي خوپه دقيقه توګه يي ونه ويل چې څوتنه دطالبانو له ډلې څخه وژل شوي اوڅوتنه دبهرنيانو .
 
په لمړي سر کي يي ادعاکړي وه چې ١٢ طالبان يي وژلي او١٤تنه يي ټپيان کړي دي، وروسته يې مطبوعاتو ته په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې وويل چې ١٣تنه مړه اويوتن ټپي شوي د ي خو داهغه څه دي چې طالبان يي ردوي .، د وردګو ولايت نوي وياند شاهدالله داخبره هم کړېده  چي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ يو تن هغه مهال مړ او بل ژوبل سو چي پر لويه لاره تېرېدل او مرمۍ ور برابره سوه ،  
 

Copyright Larawbar 2007-2024