کور / z_buitenland_news -- 5 / مکه مکرمه: افغان حاجيان دافغانستان په لور

مکه مکرمه: افغان حاجيان دافغانستان په لور

ټاكل شوي ده نن مازديگر دمكي مكرمي څخه دمديني منورې په لور دافغاني حاجيانو لومړي ډله روانه شي .


په مكه مكرمه كي دبعثه كميټي مشر مولوي اسرار الحق لراوبر ته وويل  چي ټول 840 حاجيان به دبسونو په واسطه مديني منوري ته ځي او هلته به د اتو ورځو په موده كي 40 لمنځونه په مسجد النبوي كي اداكوي او دمقدسو ځايونو له زيارت كولو وروسته به دجدي هوايي ډگر له لاري افغانستان ته ځي .


اسرارالحق زياتوي چي نيژدي 16000 حاجيان چي مديني منورې ته وړاندي نه وو تللي نن شروع شي او هره ورځ به د 1000 زرو تنو په شاوخا كي ځي اوهلته به په هغه تعميرونو كي ځاي پرځاي كيږي كوم چي دبعثه كميتي لخوا ورته اماده شوي دي .


داپه داسي حال كي ده  چي تراوسه پوري دجدي هوايي ډگر له لاري 2300 تنه حاجيان دخپل هيواد په لور دكام اير هوايي شركت له لاري استول شوي دي .


كه څه هم دمكې مكرمې څخه دافغاني حاجيانو پروازونه اووه ورځي وړاندي پيل شوي وو او تر اوسه يې 2300 حاجيان انتقال كړي خو چارواكي د حاجيانو دكم شمير ليږد افغانستان ته په هوايي شركت اچوي.


دارشاد حج او  اوقافو وزارت دچاروا كيو دمعلوماتو له مخي دهغه تړون له مخي چي دکام اير هوايي خصوصي شركت او د ارشاد حج او اوقافو وزرات ترمنځ شوي دي راغلي چي كام اير مكلفيت لري چي دورځي 1200 شاوخا حاجيان انتقال كړي.


 دوي داهم وايي چي كام اير بايد په دي تيريو اوو ورځو كي 7000 حاجيان انتقال كړي واي .


خو دكام اير هوايي شركت چارواكي وايي چي دوي دهماغه سلايتونو له مخي پروازونه كوي كوم  چي په جده كي دهوايي ډگر چارواكيو وركړي دي .


كه څه هم حاجيان انديښنه كوي  چي دوي به له ټاكلي شپو څخه زياتي شپي په مدينه منوره كي تيري كړي خودبعثه كميټي چاوراكي ډاډ وركوي چي حاجيان به په مدينه منوره كي له اتو ورځو زيات نه پاتي كيږي .


داپه داسي حال كي ده چي تراوسه پوري په سعودي عربستان كي دافغاني حاجيانو له ډلي څخه 16تنه مړه شوي چي له دي ډلې څخه يي 15تنه په عادي مرگ او يو تن په ترافيكي پېښه كي مړشوي دي .