د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د بې فرهنګو لمن نيولې

د لراوبر اداره | مې 24th, 2009


وروسته تر هغه چې په كندهار كې يوشمېر وحشيانو د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر د خلكو په وړاندې په ډېره بېرحمۍ سره وډباوه، ښكنځلې يې ورته وكړې، ګواښونه يې ورته وكړل، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې لپاره چې ځان ته يې د اوړو يوه پزه جوړه كړې وي، د دې پېښې د څېړنې غوښتنه وكړه، دوى دا غوښتنه د كندهار له چارواكو كړې، له هغو چارواكو چې د دې عمل عاملين دي!!


په داسې حال كې چې سړى وهل شوى، ټپي شوى، لكړې يې پرې ماتې شوي، اسناد او شواهد موجود دي، د معايناتو پاڼې يې شته، نو څېړنه په چا كوئ؟ امنيه قوماندان دې دا وس نه لري چې د محمديار صاحب عرض ومني، څېړنه به څه وكړي.



د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازى عبدالمجيد بابى چې هلته په كندهار ولايت كې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دى، د بې فرهنګو خلكو لمن يې نيولې او د كرزيانو په اشاره هغه څه كوي چې څوك به يې تصور هم نه شي كولاى.



هغه له محمديار او نورو فرهنګيانو سره شخصي دښمني او عقدې لري، د كار سړى نه دى، كه څوك د كار غوښتنه ځنې كوي، دى وايي چې امكانات نه لري. ښاغلى بابى چې پخوا يې خلكو بله څېره ليدلې وه، داسې ښكاري چې اوس په خپله اصلي څېره كې راڅرګند شوى دى. د حيرانۍ او شرم ځاى دى چې بابى صاحب چې كله خپل كاري راپور وړاندې كوي، په دې ولايت كې د ازادو فرهنګيانو له خوا ترسره شوي كارونه هم په ځان پورې تړي او دا د خپل رياست نوښت بولي.


نه يوازې په كندهار كې فرهنګي كار د ده له بركته په ټپه درېدلى، بلكې د نورو كارونو په وړاندې هم خنډونه ايجادېږي. هغه مشاعرې چې په نه امكاناتو د طالبانو په وخت كې كېدې او له بركته يې ځوان فرهنګپال روزل كېدل، اوس د امكاناتو د نشتوالي له كبله نه كېږي.


د طالبانو په وخت كې په كندهار كي ګڼې خپرونې راوتلې، لكه خلافت، كندهار، ارغند طلوع افغان او نورې… خو اوس د دې رياست له خوا يوازې كندهار مجله خپرېږي چې هغه هم په مياشتو- مياشتو ځنډېدلې وي. طلوع افغان په اوونۍ كې درې ځپلې چاپېږي، خو يو مطلب به په كې د لوستلو پيدا نه كړې.


د طلوع افغان لپاره چې وزارت كومه بودجه منظور كړې وه او ويلي يې وو، چې دغه خپرونه دې هره ورځ چاپېږي، ښاغلي بابي خان خپل ځان، خپل ملګري مطيع الله روهيال، عزيز احمد عزيز او نورو ته هم معاشونه حواله كړي وو، خو ټول كار يې په عبدالقدوس باعث كاوه، چې يوه ذره همكاري يې هم نه ورسره كوله، دوى ته وزارت ويلي وو، چې اخبار بايد په زرګونو تيراژ چاپ او په ټولو جنوبي ولايتونو كې ووېشل شي، خو دغه اخبار يوازې يو څو ګڼې چاپېده او په كندهار كې هم په سمه توګه نه وېشل كېده.


كندهار ته پرمختللې مطبعه راغله خو بابى صاحب يې د فعاله ساتلو لپاره خلك نه لري. قحط الرجال دى. عبدالمجيد بابى دې سياسي خلكو او لنډه غرو ته كمپاين كوي او د فرهنګيانو او فرهنګي كارونو مخه دې نيسي. دى خو نورو كارونو ته نه دى جوړ.



په كندهار كې افغان فرهنګيان هرڅه زغمي او زغملي يې دي، خو د دې هرڅه مسووليت به د همدغو بې كفايته چارواكو پر غاړه وي. ملت ته د دوى څېرې رسوا شوې دي.



كله چې د محمديار صاحب د وهل كېدو په اړه د اطلاعاتو او كلتور له رئيس سره خبرې وشوې، هغه وويل: محمديار داسې عمل كړى، چې بايد وژل شوى واى. اوس يې هم ډېر ښه ورسره كړي دي!!!

Copyright Larawbar 2007-2024