غزل

د لراوبر اداره | مې 29th, 2009


اجمل اټک يوسفزی


 


 


 


 


څنګه چې مې ځای کړلې اشنا زړه کې
ته خو هم لږ ځای کړه داسې ما زړه کې

څومره چې دې خدايږو هېرومه زه
تل ته ښکته کېږې هومره لا زړه کې

يو پرهر خو وګنډه چې سا واخلم
ګوتې وهه خير دی زما بيا زړه کې

ما سره نور هيڅ نشته بس ته يې ته
نه پوهېږم څه دي ياره ستا زړه کې

ته خو يو ځل ور شه جفا مه کوه
شته يوه سلګۍ د اټک سا زړه کې

«

Copyright Larawbar 2007-2024