کاینات را ته حیران وو

د لراوبر اداره | مې 29th, 2009


چي یوزه یو می گریوان وو
کاینات را ته حیران وو
دسپین ژبو اوتورژبو
منځ کي پروت یو بندیوان وو
پټ له ځان سره ېې ویله
چي عجیبه یوزمان وو
مینه ځه ده ساده دله
بس غمجن به په هر آن وو
نورله میني می توبه د ه
ځیني تښته که دی توان وو 
زما مینه خوښکاره و ه
بس هم دائې ښه امکان وو
پې پروا له مس کالیانو
خوګیله من له یوناځوان وو
له فطرته وواوښتئ
نامالوم لورته روان وو
ګوره کوم هدف ځپلئ
نیمخوا ئې هرارمان وو
یودرد یو ئې احساس وو
مځکه اسمان ئې شاهدان وو
دیونوي ژوند په تمه
لالهانده سرګردان وو



11:55  27/05/2009

Copyright Larawbar 2007-2024