هلمند په ګريشک ولسوالي کي ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

محمد هارون خپل شعشعي | جون 13th, 2009


دهلمند په ګرشک ولسوالي کي ديوه ځانمرګي بريد له امله ديو ايس پي اى داکمالاتي کاروان کارکوونکو ته ددرني مرګ او ژوبلي ترڅنګ ددغه کاروان زياتو موټروته هم زيان رسيدلي دى
دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي ديو ايس پي اى داکمالاتي کاروان دموټرو پرقطار ديوې چاودني له امله ددې کاروان موټرو ته زيان رسيدلى دى
قوماندان وايي داچي تير ماښام ناوخته دغه بريد رامنځته سوى دى نو يي دځانمرګي او چاودني ترمنځ توپير نه کيږي
امنيه قوماندان زياته کړه چي په دي بريد کي څلورتنه ملکي کسان وژل سوي او اته تنه نور ټپيان دي
چي دقوماندان په خبره دکاروان امنيتي کسانو ته زيان نه دى رسيدلي
دسيمي خلګ هم دابريد ځانمرګي بريد بولي وايي دسرپ موټر په واسطه رامنځته سوي دى او ديو ايس پي اى دکاروان دزياتو موټرونو دسوزيدو خبر ورکوي
په عين حال کي دهلمند د والي وياند داود احمدي وايي په دي بريد کي وژل سوي څلورتنه دقطار امنيتي ساتونکي دي خو دګرشک ولسوال حاجي عبدالاحدخان بيا ددي اکمالاتي امنيتي کاروان دساتونکو په شمول دملکي کسانو مرګ نهه تنه بولي خو لاتر دي دمه جوته نه ده چي څوکسه ملکي او څو ديادسوي کاروان امنيتي ساتونکي وژل سوي دي
دوسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي تير ماښام ناوخت دعبدالعزيز په نوم ديوه ځوان له لوري دسرپ موټر په واسطه يي دغه بريد دبهرنيو ځواکونو هډي ته نږدي چي په ګرشک کي ترسره کړ ي دى يولس کانټينر موټر يي سوزولي شپږ کرولا او سرپ موټر يي له منځه وړي او ددې کاروان ٣٣ساتونکي عسکر يي وژلي او ١٣تنه نور يي ټپيان کړي دي
چي دهلمند امنتي مسئولين دطالبانو دوياند دغه وروستۍ خبره نه مني
ديادوني وړد ه چي وړاندي تر دي هم په ګرشک ولسوالي کي ديوه ځانمرګي بريد له امله نږدي ٢١تنه ملکي کسانو ته مر ګ او ژوبله اوښتي وه
ګرشک ولسوالي په دي وروستيو کي ديوشمير ځانمرګو بريدونو شاهد ه ده چي ځيني وختونه په کي ملکي وګړي هم ژوند دلاسه ورکوي

Copyright Larawbar 2007-2024