حامد کرزي او آصف زرداري په روسيه کي سره وليدل

34 | جون 16th, 2009


افغان ولسمشر د شانګهاى په سرمشريزه غونډه کي د پاکستان له ولسمشر آصف زرداري سره وکتل.

حامد کرزي او زرداري تر دې دمخه تېره مياشت په سپينه ماڼۍ کي د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره هم ليدلي وو.

د زرداري د حکومت په راتګ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي ښه سوي او دواړو هيوادونو پر يو بل نيوکي ختمي کړي دي.

د پرون ورځي په غونډه کي کرزي او زرداري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پر نور ښه والي، د ترهګرۍ خلاف جنګ او اقتصادي همکاريو په باب له يو بل سره خبري وکړې.

د يادوني وړ ده چي د شانګهاى سازمان غونډه سږکال د روسيې د يکاترن بورګ په ښار کي جوړه سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024