نيويارک ټايمز: بيت الله مسود کمزورى سوئ دئ
امريکايي ورځپاڼه وايي په قبايلي سيمو کي د پاکستان د پوځ عمليات سخت سوي دي چي موخه يې د قبايلي مشر بيت الله مسود نيول يا له منځه وړل دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي د ښاغلي مسود څخه د سيمه ايزو اوسېدونکو نفرت او د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ د دې باعث ګرځېدلي چي هغه يوازي پاته سي او ډېر ملګري يې ځني جلا سي.
بلي خواته د بيت الله مسود يوه ملاتړي د هغه کمزوري او يوازيتوب رد کړئ او وايي مسود او طالب ملګري يې اوس هم د پاکستاني پوځ سره مقاومت ته تيارى نيسي.