طالبان : په کنړ کې مو امریکایان وژلي دي.

34 | جون 20th, 2009


د وسلوالو طالبانو یوې ډلې ادعا کړې چې د کنړ ولایت د ماڼوګۍ د ولسوالۍ د ټنټیل په سیمه کې یې تېره شپه پر امریکايي ځواکونو برید کړې، طالبان ادعا کوي چې د امریکایانو بنتربن ګاډی یې سوځولی او درې امریکايي سرتیري یې وژلي، رسنیو ته ددې پېښې مسؤلیت د قاري اسماعیل ملګرو د زبیر په مشرۍ په غاړه اخیستی.
امریکايي ځواکونو ددې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024