د ښکلا ښاپېرۍ
چې څه دې و کتل خوله پټه کړه ښکالو و نه کړې
چا ته کيسه د خواږه خوب د کشمالو و نه کــــــړې
د ډيوې نور ته د ښکلا د ښاپېرۍ د څنګـــــــــه
خبرې پام چې لېونيه د کيسو و نه کـــــــــــــــــړې
چې شونډې سپورې سپورې کى دا به عادت وي د ستا
پېښې د سره منګي تر څنګ د مېلمنو و نه کــړې
دا د کيږدۍ خوږې وږمې به هلته چرته وي بيـــا
شوق چې زما ساده لاليه د بنګلو و نه کــــــــړې
روټه به در کړم خو ساتم به دې د زړه په کور کې
کبر زما په شنو سبو او په شوملو و نه کـــــــــړې
اوس مې هغه زلفې ځنځير، په لاس کې واګې دي ستا
نور مې احتياج د رېبارانو، سوېلو و نه کـــــــړې
چې دي کړم خپله د ماښام او مازيګر د منځـــــــه
لاليه شک دې نور په بخت او په تالو(١) و نه کړې
د دې شين سترګو جنتيانو د دوزخ له وېـــــــــــرې
سودا د شنه- زرغون تاريخ د ننګيالو و نه کـــــړې
وړوکى نه يې (ضياء)، زړه يار ته پخپله ور کړه
د خپلې مينې خون د چم ګاونډ په غلو و نه کـړې
(١) طالعو