ژبه او و هغې ته اړتيا
د ژبي څرنګواله او وهغې ته اړتیا:
لویه اړتیا و ژبي ته د انسانانو په لومړي پړاو کي د پوهه ولو لپاره د ورتي راتي اود یوبله سره خبري اتري دي . دغه ورځنی پوهاوی په ټولنه کي د انسانانو لپاره یو ارزښتناکه او اړین کار دی . په دغه توريز ږغ پوهولویاني خبرو د انسانانو یوله بله سره بېلښت دی د ژوو څخه . بر سېره پردې په ژبه کي د وینګ پرمهال یو احساس اوجذبه هم پرته وي . چې د اورېدلو پرمهال او رېدونکي ځانه ته را کشه وي . دغه احساس کېداسي چې ناوړه وي او اورېدونکي ئي وانه وري . دغه احساس کېداي سي چې ویرجن وي او یا ټوکي خندا لرونکی وي .
که څه هم ژبه د انسان یو طبعي ستایښت دی٬ خو بیا هم په وړکتوب کي د مور او کورنۍ د غړو له خوا و ماشوم ته د روزني په ډول ور ښوول کېږي . په ژبه کي د یوې ټولني د دود یوه لویه برخه پرته ده . یوه ټولنه له خپل ټولنیز لحاظه پخپله ژبه ژوندې ده . ټولنه تر هغه مهاله ژوندې٬ بریالې او پرمخ تللې وي څومره چې ئي ژبه پراخه او پرمخ تللې وي . هر څومره چې ژبه په لوړه کچه وي په هغه کچه ئي هم ټولنه وي . داځکه چې یوه ټولنه د وګړو څخه سمبال ده٬ که چيري وګړي ئي په اوچته ژبه ګړېږي نو ټولنه هم ورسره اوچته وي . په سر کي وویل سوه٬ چې ژبه د ورځنۍ پوهولو لپاره ده خوبیا هم ټولنه ډېري نوري اړتیاوي هم لري٬ چې په ژبه باید سرته ورسي . هغه اړتیاوي لکه : تخنیکي٬ اقتصادي٬ سیاسي٬ طبي٬ ادبي٬ تاریخي٬ پوهنیز٬ اوفلسفي او دغسي نور ډېر . دغه ټول علوم دځانه ځانګري ژبي لري٬ چې د خپلو خاصو ژبو له لیاري خپلي ستونځي حلوي . که څه هم ژبه پخپله یوه پوهنه ده خوبیا هم په ټولو علوموکي ګډه ده . متل دی٬ چې واي : ژبه د ټولو علومو مورده . یاني پرته له ژبي هیڅ یو کار هم سر ته نه رسي . دهر مسلک سره خپله ژبه زده کېږي . دښه خبروکولو لپاره ځانګړي ښوونکي شته چې لوړو خلکو ته ښه خبري کول ورزده کړي . د دغو خبرو کولو هنر ته په يوناني ژبه رېتوریک (Rhetorik)واي .
ژبه بېله دې چې انساني او ټولنيزحیاتي اړینه ده٬ خو يوه پوهنه ده . دغه پوهنه ځانته ځانګړي پوهنیزي څانګي لري . لکه : ژبښود (Grammar)٬ ګړښود«غیاث الغت»(Lexicology)٬ ګړپوهنه «صرف» (Etymology)٬ وینپوهنه «نحوه»(Syntax) ږغپوهنه «علم الصوت» (Phonetic) دغه د ژبي علوم تال (خاص) پخپله دژبي او ښه خبرو او ادا کولوسره اړه لري . ټول (عامه) ژبپوهنه (general Linguistik)چې ده٬ د انساني ژبي ازموینه او څېړنه کوي . ټولنيزه ژبپونه(Soziolinguistik) د ژبي ټولنیزي اړیکي په ټولنه کي ښیي . چې څرنګه یوه لهجه (Dialekt)٬ کلیوالي خبري(Soziolekt ) اود کلتورونو ترمنځ پوهاوی سره کېږي .
بل ئي پېښلیکي ژبپوهنه (Historiolinguistik) ده ٬ چې دا پوهنه د ژبي د ویراثي اړیکو٬ دژبي دکورنۍ او د یوبل ترمنځ ئي څرنګواله ښیي .په بله توګه (برخلاف) د ژبي څېرپوهنه (Languagetypology) بیا داښیي٬ چې څرنګه د اړیکو نیول د ډول ډول ژبو او ستاینیز حالت د ژبو چې یوله بله سره ئي لري په پوهنیز څېر سره ئي څرګند کړي .
پوهان زیار باسي٬ چې د دو یا څو ژوبو تر منځ د خپل منځي یووالی٬ اړیکي او ریښې پیداکړي او وې ښیي .د ساري په توګه ایندوګرمانیستیک (Indugermanistik) ډېره بوخته ده٬ چې د ایندو ګرماني ژبو سمون٬ اړيکي٬ ریښې اوڅرنګواله ئي پیدا کړي . دلومړنیو ژبو بنسټ تر ډېره ځایه دغسي ګنګوسې دي . خو ددغو ژبو څرک دومري روښانه نه دی . د دغو ژبو دڅرک او څرنګواله لپاره دزړې ژبي څېړنپوهنه (Paläolinguistik) کار کوي . ژبه یوه ډېره پراخه پوهنه ده٬ چې دلته ئي بحث ځایښت نه لري . دلته ئي د یوې وړوکي څنډي بحث کوو.
په ۱۹۲۱ کي «ادوارد ساپیر» (Edward Spir) یو امریکاي ژبپوه ژبه داسي تشریح کړه : ژبه تال (خاص) د انسان ځانګړې ستاینه ده٬ چې په شعوري متود سره نه ٬ بلکي یوسېستم دی٬ چې فکري انتقال او احساس دانساني ږغ له لیاري دسمبولونو په ډول منځ ته راولي .
ویلهلم فون هومبولت (Wilhelm von Humboldt) المانی پوه د ۱۹سمي پېړۍ په سر کي ژبه داسي تشریح کړه : ژبه دفکر مېډیا او نړیوال فهم دی . د ده له دیده نه داسي ښکاري٬ چې ژبه د انسان دکړکېچو کارو او انساني فکرو دعمليي لپاره اړینه ده . ژبه د انسان٬ نه یوازي د یوبل سره د پوهولو لپاره ده٬ بلکي ټوله توکي او په نړۍ کي انساني ادراک په ژبه انځور سوي اوانځوريږي .
اخستونکځي : (wikipedia,der freien Enzyklopädie)
ډېرو پوهانو ژبه د خپلي لیدني څخه سمه تشریح کړې ده٬ خو ددغوټولوپوهانو نومان اود دوي تشریح دلته اړینه نه بولم . خو د یوه پوه چې نوم ئي نه راته راځي مګر تشریح مي په یاد ده . چې واي : ژبه اوزار د پوهاوی اود څرګندوني ده. دغه ژبه ده چې دا ټول شیانوته چې زموږ پر خوا او شا دي نومان ئي ور کړي او د دوي دکارکولو لپاره ئي تشرېحات ورکړي دي، که ژبه نه واي نو به د دا ټولو شیانو نومان هم نه واي . د ټولو علومو تشرېح او بیان په ژبه دی . که ښه ځیر سو ټول کار په ژبه دی . نو ای پښتنو او د پښتو ژبي پوهانو خپله ژبه کتابي او د لیک لوست لپاره ئي واحده کړی .