د وزيرستان جنګيالي پر ږوب ورمات سول

34 | جولای 10th, 2009


 

د پاکستان پوځي مقامات وايي د بلوچستان په ږوب ولسوالي کي يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په اسلام آباد کي د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي دغه جنګيالي د وزيرستان له عملياتو څخه د تېښتي په خاطر پر ږوب ورمات سوي وو چي ١٠ تنه يې د پوځ له خوا مړه او د ٣٠ په شاوخوا کي يې ټپيان سول.

جنرال عباس وايي دغه کسان د ږوب د سمبازې په سيمه کي له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کي وژل سوي چي د جنګياليو مړي يې اوس هم پاته دي.

Copyright Larawbar 2007-2024