کور / کتاب / ازاد نومښود چاپ سو

ازاد نومښود چاپ سو

ازاد نومښود
د کتاب نوم ………………… ازاد نومښود
د خپرېدو کال ……………. ۲۰۰۸ م
ليکوال …………………….. سعادت ملوک ازاد
چاپچارې …………………. دانش خپرندويه ټولنه، کابل
تعداد………………………. زر (۱۰۰۰) ټوکه
کمپوزر  …………………. حاجي عمرخېل


د موندلو ځايونه


جلال اباد کې د مومند کتاب پلورنځی (د مخابراتو څلور لارې ته نږدې)
پېښور کې د دانش کتاب پلورنځی (قصه خوانی، نعلبندي پېښور)


کابل کې د دانش کتاب پلورنځی (پخته فروشي)، د حبيبي کتاب پلورنځی د صدارت څلور لارې


د کاناډا د  تورنټو ښار،  افغاني کتاب پلورنځی
جرمني، انګلنډ، ډنمارک، سويډن  او نور اروپايي هېوادونه
 
( ازاد نوموښود)  د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستيو کې د ښاغلی سعادت ملوک ازاد په زيار  چاپ شوی .


نوموړی کتاب  د  ټولو افغاني کورنيو  لپاره چې غواړي پخپلو نويو زېږېدلو ماشومانو سوچه افغاني –  پښتني نومونه کېږدي يو په زړه پورې  کتاب دی .
په دغه کتاب کې د هلکانو او نجونو لپاره پنځه زره  سوچه افغاني – پښتني نومونه  ځای کړای شوي دي .


د ( ازاد نومښود) ځانګړتياوې پدې کې دي چې ټول ښځينه او نرينه نومونه د الفبا د تورو په ترتيب ليکل شوي او ورسره په لاتينو تورو د هر نوم غږيزه بڼه او مانا هم ليکل شوې ده .


ياده دې وي چې په نوموړي کتاب  ښاغلي پوهاند زيار، ليکوال او کيسه ليکونکي ښاغلي زرين انځور سريزې کښلي  او همدارنګه ښاغلي  استاد محمد اصف صميم پرې کره کتنه کړې.


د يادوني وړ ده چي شاوخوا دوولس کاله مخکي ښاغلی لطیف جان بابي هم د نومښود په نوم يوه کتاب په ترڅ کي په لسګونو زره پښتو نرينه او ښځينه نومونه د پارسي معنا تر څنګ ليکلي او پښتو ټولني ته وړاندي کړي وو.
 
زه افغان يم راوتلی
ښه سرلوړی
د پېړيو له تېريو
نوم د (غلام) نه ښايي له ماسره
روستاړی که مختاړی وي
خان غلام که غلام خان وي
(ازاد)
 
د ليکوال سره اړيکې:
ټليفون:
004921616882024


برېښناليک :