د مکرستال سپي او سړي دواړه سرېله شوي

د لراوبر اداره | جولای 8th, 2009


څوورځې وړاندې دپکتیکاولایت دکټوازپه مربوطاتوکې یوه امریکني سرتیري خدایزده کومه نشه وهلې وه چې ټول افغانستان ترې هیرشوی وه اولکه په امریکا کې چې وي دهواخورۍ اومنظرې لپاره ایسته چکرته راوتلی وه نوموړی له دې درانه خوب نه هغه مهال راویښ شوچې کله طالبانو لاس تړلی دسراچې په ډګۍ ننویست .

وروسته پینټګان هم اعلان کړه چې خپل لومړنی سرتیری یې دطالبانو لاس ته ژوندی پریوتی له دې سره امریکایي ځواکونو په همدې اوشاوخواسیموکې عملیات هم پيل کړل ترڅودخپل ورک نشه يی پته ولګوي .

دسیمې خلک وایي له هماغې ورځې چې داعملیات پيل شوي دي همدې سیمې ته څیرمه دپکتيکااوغزنی په سرحدي علاقوکې دخلکوژوندډیرتریخ شوی روزانه چاپې تلاشۍ دي څارګروطیارواوچورلکوتورغومبرجوړدی چې خلک یې له ویرې اووارخطايی سره مخ کړيدي .
داعملیات اوکه ووایو وحشت چې دپکتیکادکټوازپه مربوطوولسوالیوکې دغه رازدهمدې ولایت په ډیله خوشامندواودغزني په ګیلان ناوه اوګیروکې پيل شوی امریکایان هڅه کوي په ترڅ کې یې په خلکوکې ویره اوترهه خپره کړي ترڅوخلک له مجبورۍ له دوی سره همکاري ته تیارشي .
داځل دوی دسرتیرو ترڅنګ دخروړوسپیوګلې هم په دې سیموکې سرېله کړې دي تر څودخلکوپه داړلو دامریکايي ورک عسکر په اړه معلومات ترلاسه کړي .

دوی څوورځې وړاندې دګیلان دجهانګیراوحضرت شابازارپه سیموکې داډول عملیات وکړل دګیلان دډنډدکلي اوسیدونکی یوسپين ږیری عبدالرحیم اکایې په سپیانووداړه یوکوچنی ماشوم یې په ډزوشهیدکړاوبیاترې لاړل ددې ورځې په سبایې همدې سیمې ته څيرمه دپکتیکاپه ډیله کې په یوه کورچاپه ووهله څلورتنه ښځې اوماشومان یې شهیدان کړل اوبیایې دسپوخوراک ته وغورځول پاته نارینه چې شپږتنه وه په چورلکوکې یې ترې واچول اوداورګون نظامی اډې ته یې یووړل .

پرون دچارشنبې په ورځ دسرېله شویو دې ګلې دغزني دګیروپه خوامخه کړیوه هلته یې هم دوچې کلا اونظام کاریزپه سیموکې دوژلو اوداړلولوبه جاري وساتله دسیمیزوخلکوپه ویناتیره ورځ دګیروپه مربوطاتوکې ترلسوپورې ملکی وګړي چې ښځې اوماشومان هم په کې دي امریکایانوپه ډزووژلي اویوه ډله نورچې امریکایانولاسونه اوسترګې ورتړلې وې په سپيانوداړل شوي .

له یوې خواپینټګان دغه سرتیري اوسپي همداسې سرېله خوشي کړي اودخلکوپه داړلوبوخت دي اوله بلې خواهمدغه پینتګانیان دازادۍ له لوډسپیکره له ۷ نه تر۷ درګرده همدااعلانوي چې نوي جنرال مکرسټال یوداسې لارښودامضاکړی چې له مخې یې نورامریکایی سرتیري مکلف شمیرل کیږی چې له ملکی افغانانوسره دسړیتوب چلندوکړي اوتردې وروسته به ملکی خلک نووژل کیږی .

دیادونې وړده چې داوحشت له تیرې یوې اونۍ راهیسې په دې ولسوالیو کې په داسې حال کې روان دی چې کورنیو اوبهرنیو رسنیو خپل ټو ل نشریات راروانوټاکنواوپه هلمندکې دخنجرفتوحاتو؟؟ته ځانګړي کړي اوله درځنونوخبریالانو څخه یې تراوسه یوه هم دې سیموته سرنه ده ورښکاره کړی .

Copyright Larawbar 2007-2024