دردوونکى خبر: چاودني ١٠ زدکوونکي ووژل

34 | جولای 9th, 2009


د پنجشنبې په سهار په لوګر ولايت کي يوې چاودني د ١٠ زدکوونکو په ګډون ١٤ کسان ووژل او ٣٠ نور يې ټپيان کړل.


د لوګر چارواکي وايي چاودنه د يوه ښوونځي مخته هغه مهال رامنځته سوه چي د پوليسو يوه ګزمه له سيمي څخه تېرېده او له ١٤ مړيو څخه څلور پوليس دي.


پېښه د محمدآغي په ولسوالي کي رامنځته سوې، خو د وژل سويو زدکوونکو عمرونه تر اوسه نه دي څرګند او نه هم دا معلومه ده چي د چاودني موخه زدکوونکي او که له سيمي څخه تېرېدونکي پوليس وو.


په افغانستان کي تر دې دمخه هم زدکوونکي د تشدد ښکار ګرځېدلي دي، چي دوې مياشتي وړاندي په پروان او کاپيسا کي په لسهاوو نجوني مسمومي سوې او په کندهار کي د يوه ښوونځي پر ښځينه زدکوونکو تېزاب وپاشل سول.


د دې چاودني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.

Copyright Larawbar 2007-2024