تازه خبر: کرزيانو د بيت المال پر لوحو کمپاين شروع کړ

34 | جولای 10th, 2009



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي خان کرزي په دغه ولايت کې د افغان بېسيم پر لوحو چي اوس د ملت شتمني ګڼل ګرځېدلې انتخاباتي کمپاين شروع کړ.


له کندهاره لر او بر ته رسېدلى تازه خبر وايې چې دغه لوحې دوه کاله وړاندې د کندهار ښار د کوڅو او سړکانو د نومونو لپاره د افغان بېسيم مخابراتي شرکت له خوا جوړې شوي وې، چې د کندهار ښاروالۍ له خوا د ښار له ځينو سيمو څخه بيرته ټولې شوې.


سره له دې چې د افغان بېسيم له دې کاره د کندهار ښاريان خوښ شول او د واټونو او کوڅو په پېژندلو کې اسانتيا ورته برابره شوه، خو د ولايتي شورا په غوښتنه د کندهار ښاروالۍ په دې پلمه دغه لوحې بيرته ټولې کړې چې دا د سړکانو نومان نه، بلکې د افغان بېسيم اعلانات دي.


خو اوس هماغه لوحې په داسې حال کې په نخودي رنګ وهل شوي او د ولسمشر حامد کرزي او احمدولي خان کرزي عکسونه پرې وهل شوي، چې ترې لاندي د واټونو نومان او د افغان بېسيم اعلانات په آسانۍ سره معلومېږي.


د يادونې وړ ده چې دغه لوحې له هرات دروازې نه ميرويس روغتون ته پر غځېدلي سړک او همدا راز د زړې ګريشک اډې پر دوطرفه سړک باندې لګول شوي دي.


په کندهار کې د دې لوحو لګولو د ځينو کانديدانو هغه ادعاوې ريښتيا کړې چې ويل يې ولسمشر کرزى له دولتي امکاناتو او ملي شتمنۍ څخه په استفاده د خپل ځان لپاره کمپاين کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024