د ټاکنو په اړه د پوهني د وزارت خبرتيا

34 | جولای 7th, 2009



   د هيواد بچيانو ته د سالمې تعليمي فضا د دوام، د ښوونې او روزنې سپيڅلې دندې ته د غوره اهتمام او د معارف نظام له هر ډول سياسي، سمتي، توكميزو او ژبنيو اختلافاتو څخه د خوندي ساتلو په موخه، د پوهنې وزارت خپلو ټولو اړوند ادارو او منسوبينو ته هدايت وركوي تر څو: 


   ●   په ښوونځيو، مدرسو، دارالعلمونو، دارالحفاظونو او د پوهنې وزارت په ټولو اړوندو ادارو او نهادونو كې، د جمهوري رياست او ولايتي شوراگانو د ټاكنو تر پاى پورې، د هيڅ ډول ټاكنيزو مبارزو او تبليغاتي كمپاينونو اجازه نشته.

   ●   د پوهنې وزارت له اجازې او همغږۍ پرته، د ټاكنو تر پاى پورې، د دغه وزارت په هيڅ ادارې، ښوونځۍ او موسساتو كې د تبليغاتي محفلونو او د كانديدانو په گټه د كمپاينې غونډو جوړيدل منع دي.

   ●   د ښوونځيو، مدرسو، دارالعلمونو، دارالحفاظونو، انستيتيوتونو او دارالمعلمينونو د زده كونكو او ښوونكو په ګډون د معارف هيڅ كاركونكى نشي كولاى په رسمي اوقاتو كې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د نوماندانو په ټاكنيزو منډو ترړو كې ګډون وكړي.

   ●   په ولايتونو كې د پوهنې وزارت د رياستونو په ګډون د تربيه معلم او اسلامي زده كړو رياستونه د روانو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو تر پاى ته رسيدو پورې د دغه لارښود د څارنې او نفاذ دنده لري.

   ●   د پوهنې وزارت د پخوانيو لارښودونو په څير، د دغه لارښود د موادو پابندي، حتمي او واجبي ده، چې له سرغړونكي سره به اصولي او قانوني چلند كيږي.

په درناوي
فاروق وردګ
د پوهنې وزير

Copyright Larawbar 2007-2024