کور / تازه خبرونه / میدان وردګ: د ۵۰ بستریز روغتون دبنسټ ډبره کیښودل شوه

میدان وردګ: د ۵۰ بستریز روغتون دبنسټ ډبره کیښودل شوه

دمیدان وردګ ولایت د بهسودو په مرکز ولسوالۍ کې دبیات بنیاد دخیریه ټولنې لخوا دمور او ماشوم دملاتړ په نامه د یو پنځوس بستریز روغتون ډبره دچارو دادارې لوی رییس ډاکترصادق مدبر،ددی ولایت والي محمد حلیم فدایي ، دبیات بنیاد مشر احسان الله بیات ،په ملي شورا کې ددی ولایت استازو او قومي مشرانو لخوا دیوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.


ددغه مراسمو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ددی ولایت والي ښاغلي فدایي دبیات بنیاد خیریه کارونو وستایل او زیاته یې کړه دبیات بنیاد کارونه دیوې سیمې پورې خاص نه بلکې ټول افغانستان او هرقوم ته غزیدلې دي زه د میدان وردګ ولایت دغریب او بې چاره ولس په استازیتوب ترې د زړه له کومې مننه کوم ،ښاغلي والي په میدان وردګ ولایت کې دبیارغاونې دبهیر دکړندیتوب په اړه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې دترکیې ولایتي ډلې او ایساف قواووپه مرسته به سږکال ۴۵ میلیونه ډالرپه دې ولایت کې دبیارغاونې په چارو ولګیږي او دا پیسې دهغې۱۵ میلیونو څخه زیاتې دي چې د تیرو دریو کلونولخوا دترکیې ولایتي ډلې لخوا په مصرف رسیدلې دي، ورپسې دچارو دادارې لوی ریس ډاکترمدبر له ولسونونه په کلکه غوښتنه وکړه چې دهېواد په ابادولوکې له دولت سره اوږه په اوږه مرستې وکړﺉ، همدارنګه غونډې ته دبیات بنیاد مشر احسان الله بیات دخلکو دوړاندیز سرسم د افغان بیسم دمخابراتي خدمتونو دپیلولوخبرورکړو او ددې ۵۰ بستریز روغتون ترڅنګ یې د۲۰۰ اړو کورنیوسره د ۱۰۰ بوجیووړو او ۱۰۰ قطعیوغوړیو دورکړې په اړه هم ژمنه وکړه، دبهسودینو په استازیتوب قومي مشربازیل د بیات بنیاد او ولایت دمقام دهلو ځلوڅخه مننه وکړه او دلازیاتو مرستو هیله یې وکړه، وروسته د ۵۰ بستریز روغتون ډبره دپټۍ په پریکولوسره کیښودل شوه او هم دسیمې خلکولخوا برابرې شوې تحفي په راغلومیلمنو وویشلې او هم دبیات بنیاد لخوا دښوونځیوپه زده کوونکوبکسې او تحفې ووېشلې.


دیاونې وړ ده چې دغه ۵۰ بستریز روغتون په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول د جراحۍ،داخلې،بستر،معلوماتو،درملتون خونوپه درلودلواود عصري او مجهزو تشنابونو،کانالیزاسیون او برېښنا غزول هم په پام کې نیول شوې دي چې دنهو(۹) میاشتوپه جریان کې به په پنځلس(۱۵) جریبه ځمکه کې جوړ او دبهسودینو ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه خلک به ترې ګټه واخلي.