نن په کندهار کي د ناټو اوايتلاف ځواکونو اړوند يوه څرخکه الوتکه راوغورځيده ، په پېښه کي لږ تر لږه درې تنه بهرنيان وژل سوي او يو شمير نور ژوبل سوي دي .
له کندهاره د ناټو مطبوعاتي دفتر د څرخکي راغورځيدل تاييد کړل خو د وژل سوو او ژوبل کسانو هويت يې څرګند نه کړ . د ناټووياند وويل چي څرخکه د کندهار هوايي ډګر په شاوخوا کي د تخنيکي ستونزو له امله راغورځيدلې ده .
بله خوا طالب وياند قاري يوسف په کندهار کي د لراوبر خبريال ته د ټيلفوني تماس په ترڅ کي وويل چي ياده سوې الوتکه ددوي د مجاهدينو له خوا ويشتل سوې ده .