د پښتو درې نوميالي ليكوالان د كابل له تګه را وګرځول شول

6 | جولای 28th, 2009


له كوټې څخه كابل ته د پير روښان په اړه سېمينار ته بلل شويو شاعرانو ته د حكومت له خوا د تګ اجازه ور نه كړل شوه، په كوټه كې پښتنو شاعرانو د حكومت دا كار په كلكه غندلى دى.


 


د جولاى له ۲۹مې تر ۳۱مې نېټې پورې په كابل كې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا روښاني تحريك د مخكښ پير روښان په اړه درې ورځنى سېمينار كېدونكى دى چي پكې د افغانستان په شمول د كوزې پښتونخوا له پېښور او كوټې څخه هم ليكوالو ته په دې سېمينار كې د ګډون رسمي بلنې وركړل شوې وې.


 


له كوټې څخه د پښتو ژبې درې نوميالي ليكوالان او شاعران ښاغلى دروېش درانى، پروفيسر محموداياز او عبدالكريم بريالى دې سېمينار ته بلل شوي وو، دا چي دوى درېواړه دلته حكومتي وظيفې لري نو دوى كابل ته د تګ لپاره حكومت ته رسمي غوښتنې وړاندې كړې وې خو د بلوچستان حكومت وړمه ورځ د دوى غوښتنې رد كړې او اجازه يې ور نه كړه چي په كابل كې د پير روښان په اړه په جوړ شوي درې ورځني سېمينار كې برخه واخلي. پروفيسر محموداياز وايي عاجل پاسپورټ يې جوړ كړى و او ويزه يې هم اخيستې وه، خو د بلوچستان حكومت ورته د تګ اجازه ور نه كړه


 


ياد شوي درېواړه ليكوالان وايي چي دوى ته د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا رسمي بلنې را لېږل شوې وې او دوى به له ټاكلې نېټې سره سم د جولاى پر اووه ويشتمه نېټه له كوټې څخه په الوتكه كې اسلام اباد او له اسلام اباده كابل ته سفر كاوه، خو وايي حكومت يې غوښتنه رد كړه او دوى يې په كابل كې په جوړ شوي درې ورځني سېمينار كې له برخې اخيستو څخه را وګرځول. نوميالي شاعر دروېش دراني ازادۍ راډيو ته وويل چي د حكومت د وظيفه لرونكي په توګه هيڅ نه سي ويلاى چي دوى يې ولې را وګرځول.


د پښتو ژبې دغه نوميالي شاعران او ليكوالان وايي په همدې جوړ شوي درې ورځني سېمينار كې- چي د جولاى له نهه ويشتمې نېټې څخه پيلېږي- له پېښوره هم درې تنه ليكوالان ډاكټر راج ولي شاه خټك، ډاكټر پرويز مهجور خويشكى او عبدالله جان عابد بلل شوي دي چي وايي هغوى ته د سرحد ايالت حكومت او د كورنيو چارو وزارت اجازه وركړې ده چي كابل ته ولاړ شي او د پير روښان په اړه په جوړ شوي سېمينار كې برخه واخلي.


 


د يادونې وړ ده چي ښاغلى دروېش درانى او عبدالكريم بريالى تر دې پخوا هم وخت پر وخت په ځينو نورو سېمينارونو او كنفرانسونو كې د برخې اخيستلو لپاره كابل او جلال اباد ته سفرونه كړي دي، خو دا لومړى ځل دى چي د بلوچستان حكومت دوى ته په كابل كې په جوړ شوي سېمينار كې د برخې اخيستلو اجازه ور نه كړه.


 


په كوټه كې پښتنو شاعرانو او ملتپالو د حكومت له خوا د يادو شويو نومياليو پښتو شاعرانو او ليكوالانو د تګ مخنيوى په كلكه غندلى او ويلي يې دي چي دا نه يواځې د ډيورنډ غاړې ته د پرتو پښتنو قومونو تر منځ د خنډ او بېلتون را وستلو يو ګام دى، بلكې دا يې د پښتو ژبې په ضد يوه دسيسه بللې ده.


 


»

Copyright Larawbar 2007-2024