ژوندون

36 | جولای 29th, 2009


تیریږی به دا توره شپه راځي به سباوون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون


هریوسختي تیریږی هرغم به ځي هیریږی
هر درد به شي آرامه هر زخم به جوړیږی
دهرمرض دوا شته ددنیا په درملتون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون


زحمت پسې راحت به حتمې راځي په ژوند
بې زحمته څوک ندی لیدلی دژوند خوند
هرمشکل ته پیداکیږی  یو لاره دخلاصون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون


کګلیچونو سره سره  منزل وهي کاروان
ساحل نورښکلی کیږی په موجونو دطوفان
دوصل خوند هغه اخلی چې وګوری بیلتون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون


کله کله ترخه کیږی ژوند اکثر مګر خواږه وي
همیشه چې خواږه خوري هغه ژبه بې مزه وي
کله خوږ کله ترخه به څکې آشنا پدې ګردون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون


بهار اوخزان شته دی دژوند په ګلستان
کله غم کله خادي به راځي په هر انسان
طاهري یاره زده کړه دې موسم سره سمون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون
                           

Copyright Larawbar 2007-2024