کور / کیسه / څومره خواږه خواږه راګورې

څومره خواږه خواږه راګورې

دلمروړانګې یې په ژیړوویښتانو خویدلې ، د دیوال په سردراوتلو لرګیو نه څڅوبی کیده ، دزعفراني کمیس لمن یې راټوله کړه ، په خپلو زنګونویې سرولګوه ، او دلمر وړانګوته مخامخ کیناسته ،لمردغروب خواته نیږدې شوو، اسمان وغړمبیده ، نرۍ نرۍ شمال راوالوت ، دوریځوتشې غولانځې یې بیا ډکې کړې ، او د یوکړنګ سره په شیبو شیبو باران راښکته شو، نجلۍ سرراپورته کړ، اسمان ته یې وکتلې سوړاسویلی یې وکړ، شونډې یې وچیچلې ، بیا یې په شونډو نرۍ مسکا خپره شوه له ځان سره یې وویل
باران دې وورې باران ښه دی
واورې دې نه اورې چې لارې بنده وینه
او له دې سره له ځایه راپاڅیده ، دکلا بازو ته روانه شوه ، همدلته یو لویه کوڅه وه چې د سیمې خلکو به پرې بازارته تګ راتګ کوو دکلالویدیځ پلوته په پنځوس مترۍ کې د خټو وړوکی جمات ودان ووچې یواځې به پکې ددغې سیمې خلکولمونځ کوو  نجلۍ دکلا په ګوټ کې څوشیبې ودریده بیرته راغله اود کلا مخې ته داوبو بمبې ته ورغله ، د زعفراني کمیس لمن یې خوره کړه بمبي ته یې لاس وغزوه اوبه یې راخوشې کړې ، د کمیس لمن یې ووینځله ،بیا یې په دواړه لاسو کلکه وزبیښله ، په زبیښلو سره د لمنې په مخ ګونځې پیداشوې ، نجلۍ تندی ترش کړ، شونډې یې په غاښ ونیولې  سریې وخوځوه ، بیا یې لمن ته دوه درې ټکانه ورکړل  خو پخوانۍ مزه یې نه وه ، دپرتوګ پیڅې یې همدغسې  پریښودې او په منډه کلاته ننوته ، څوشیبې وروسته  د ګلابې مښودې  کمیس سره راووته ، خو د تیرپه څيرخوشاله نه ښکاریده ، څوځل یې ښکته کمیس ته وکتل اوبیا به یې سر وخوځوو، لکه چې دغه ګلابي کمیس خوند نه وي ورکړی ،  باران همغسې په شیبووریده ، دانو دباران پنځمه ورځ وه بامونه څڅیدل ، لارې او کوڅې له خټو ډکې وې ، نجلۍ بیا په منډه د کلا ګوټ ته ووته یوه ښه شیبه ودریده بیرته راغله ، باران ودریده خو لمر هم له غرونو پناه شوی وو ، ساړه شیبه په شیبه زیاتیده ، د نجلۍ د صبرکاسه راډکه شوه ، لکه دپاڼې په ریګدیدوشه ،  د ما ښام خړه ولګیده ، دنیږدې کورونو خلک جمات ته راووتل  یو سوړاسویلی یې ویست او له ځان سره یې وویل
خدایه څه پرې شوې نه وي ! او له دې سره یې دکلا دروازې ته منډې کړې چې ورلنډه شوه له هغې خو انه یو تن چې مي وریجې ګیره یې وه راووته نجلۍ ته یې مخ کړي سلګۍ څه کوي ؟
ــ پلاره داوبو پام مې کوو که چیرته راغلي وي نو په کورکې څاڅکی اوبه نه وي
ــ لورې دماښام لمانځه نه وروسته راووځه اوس خلک جمات ته روان دی
ـــ ښه پلاره
اوله دې سره نجلۍ کلاته ننوته
سلګۍ ډیره شوخه او په فطرت مینه نجلۍ وه ، د شعراو لنډو کیسو سره یې ډیره زیاته علاقه لرله  ، همیشه به یې ملګروپه دې رټله چې په چا کې سترګې خښې کړې بیا یې ترې نه وباسي  خوهغې به ورته دایوه خبره کوله ( زه خپله ورکه لټوم) دهغې دغه ارمان اوهیله په غوړیدوشوه ، د پنځلسم پسرلې نه په ووتو وه چې د اتل مینه یې زړه ته ننوته اتل هم د ژوند ۱۶ پسرلي ترشا پریښودې وو دواړو پریوبل هغه وخت زړونه وبایلل چې د اتل د ترورد ځوی په واده کې یې سره ولیدل ، کلي د ښار په څیر نه دي هلته ودونه په کورونو کې کیږي ، اتل د توریالي په واده کې سلګۍ څوځل ولیده ، ډیره خوږه پرې ولګیده ، په وروستي ځل یې پکې سترګې خښې کړې سلګۍ پرې هم سترګې ولګیدې یوه شیبه یې ورته وکتل ، وشرمیده ، سریې ټیټ کړ، هغې هم اتل ډېر څارلی وو او همدغه یې هیله وه چې څنګه یې ذهن ته ورشي چې د سلګې په نوم هم دې واده ته یو نجلۍ راغلې ده ، هغې لکه د تحقیقاتو دمدیرې په څير داتل په اړه په لږ وخت کې ډیرمالومات ترلاسه کړې وو خو حیرانه په دې وه چې څنګه یې سترګې ټیټې شوې ، بیرته ذهن ته وروګرځیده چې دا خو د پښتنو پيغلو فطرت دی او له دې سره یې دحمزه بابا دغه بیت په ذهن کې انګازې وکړي :
پلو دې له مخ اخلم پښتنې خو دامې واوره
زمرۍ غوندې به ګورې شرمیدل به پکې نه وي
او له دې سره یې خپل ټول حواس راټول کړل ، غاړه یې تازه کړه ، او داځل یې دیودیپلومات په څیر ور وکتل ، خوبیا یې هم سترګې ټیټې شوې اوس یې له بلې وسلې کارواخیست اتل یې یو نا پیژندل شوی نالیدلی انسان تصور کړ، یو ذره جدي شوه ،اوس یې له سترګو اور وریده ، سترګې یې پورته کړې خو اتل بیا هم په ډیر خوږ نظر دهغې د سترګو اورمړکړسلګۍ بې اختیاره له خولې ووتل واه
څومره خواږه خواږه راګورې
لمن دې ونیسه چې زړه درواچومه
اوبیا د نجونو کوټې ته په منډه ورننو ته تکه ژیړه او ښتې وه ، اواره رپیده ، ساه یې لنډه ، لنډه  کیده چې د څانګې ورپام شوپرې غږیې کړ واه ته خو داسې ژیړه اوښتې یې لکه داوده چې ستا وي ، د ټولو نجونو ورپام شو او په کټ کټ یې وخندل ، سلګۍ وهم نیولی وه ، ارامه ولاړه وه هیڅ یې نه ویل ، څانګه ورپاڅيده له لاسه یې ونیوله ، دڅنګ کوټې ته یې بوتله ، اوبه یې ورته راوړي اوبیایې ترې وپوښتل :
ـــ سلګۍ خدای دخیر کړي څه پیښه شوې ؟ رنګ دې ولې ژیړ دی ؟
ـــ نه ، هيڅ نه دي شوي ….نه
ـــ سلګۍ ګوره ډیره وارخطا ښکارې ، څو ک درسره له کوره راغلي؟
ـــ یواځې یم څوک راسره نشته زه اومورمې یو
ـــ ښه نو زه به دې مورته غږ کړم چې کورته دې ورسوي ځکه چې دلته شورماشورډیردی کیدای شي ددې تاثیر وي
ـــ په دې ماښام کې مو ږ څنګه یواځې کورته لاړشو، پلارمې هم ناوخته کړتراوسه راونه رسیده ، ترهغې به صبر وکړو
ـــ نه پلار دې ولې درسره تکلیفوي زه به مې  دتره ځوي اتل ته ووایم چې لتاسې سره ترکوره لاړشي
ـــ اتل …؟! اتل ….؟!
ـــ هو اتل زما دتره ځوی دی ، هغه په اسلام اباد کې سبق وایې هلته نه پوهیږم دعربانو یو مکتب دی که څه شی دی  په هغه کې دی.
ـــ نه څانګې زه نه ځم ، د داسې پیښې سره زه کله ناکله مخ کیږم ، ډیرې مې داسې پیښې لیدلې بس راځي اوځي نه کومه یوه ماته ودریدلې اونه زه کومې یوې ودرولې یم
ــ ستا په خبره خو زه پوه نه شوم ته څه وایې ؟
ــ زما ستونزه دغه چې څوک پوهولی نه شم او ستا سې ستونزه داده چې پوهیږي نه
ــ ستا پیري لکه چې بیا خبرې شروع کړې ، او دا رښتیا ده مو ږ دپیریانو په ژبه نه پوهیږو
سلګۍ په کټ کټ وخند ل او څانګې ته یې مخ کړې
ـــ ته هم ما غوندې شوخه شوې یې ، خویاد ولره چې ټوله شوخې دارام لپاره کیږي … ځه ته ولاړه شه زه به یوڅو دقیقي ارام وکړم
ــ ډیره ښه ده
څانګه لاړه ، اوسلګۍ د خپلو خیالونوترشاه ورکه شوه ، له ځان سره وایې
اتل .. اتل…مممم ……څومره ښه نوم !……د څانګې دتره ځوي! ….ډیرښه  دمورشیدې دې شه
نه…  رانه نه شي ورکیدی ، قوي پته …. د څانګې د تره ځوي ….. اتل . اسلام اباد کې سبق وایې ..واه …
په کوټه کې یې زړه راتنګ شوبیا راووته اتل چې لا دواره یې پرې زړه بایللی ووهر شیبه به لکه د شاتومچې همغه یوځای ته راښکاره کیده چې که له دغه ګل نه یوڅه رس واخلي . سلګۍ له دیواله سر راپورته کړ اتل له یوچا سره په خبرو لګیاه وو له دیواله یې وړه لوټه رابیله کړه اواتل یې پرې وویشت نښه پرځای ولګیده اتل سم لاواره ۹۰ درجې را وګرځید هغې چې سر ټیټوو نولکه دبریښنا دپړک په څیر یې ولیده
او س نو دواړو یوبل ښه پیژندلې وو ، هغه چې به کله له اسلام اباده راغی نو سلګۍ به یې ضرورلیدله ، په هغه وخت کې مبایلې د ډیروکمو خلکو سره وي ، په اسانه سره خبرې نه کیدلې ، لیدل اوکتل خو ډیره لرې  خبره وه ، اتل خپلې زده کړې پای ته ورسولې مورې یې په دې لټه کې شوه چې خپل ځوی ته واده وکړي ، یوه ورځ یې اتل راوغوښت موریې ورمخ کړې
ـــ ځویه ته خوپه دې پوهیږي چې زه کومه لورنلرم ، ته مې مشر ځوی یې دکورټول کارونه زما په سردي  دپلاردې هم دغه خوښه ده چې تاته واده وکړي ، په کلي  کې نجونې ډیرې دي ته پرې لاس کیږده نورکار زموږ دی ،
ـــ مورې ما خو اوس ایله معهد ولوسته هغه خو په څوارلسم حساب دی زه غواړم چې خپل تعلیم بشپړکړم .. په دې خبره تراوسه ما لافکر هم نه دی کړی
ـــ نه ځویه ښځه دتعلیم مخه نه شي نیولی ما درته یودرې نجونې خوښې کړې تاته یې نومونه اخلم که په کومه یوه دې رضاراغله راته یې ووایه … یوه حلیمه ستا دما ما لورده … بله هیلۍ ….زما خورزه ده .. اوبله یې څانګه ستا دتره لور ده درې واړه ښې نجونۍ دي … حلیمه .. که څه هم چې ډيره ښایسته نه ده خو ولې ډیر درون خوي لري …هیلۍ …زما خپله خورزه ده هغوې راته څوځلې یادونه کړې وه ..نوما هم تاته یاده کړه بده نجلۍ نه ده .. ښکلې ده خو خبرې لږې ډیرې کوي .. او څانګه ستا دتره لور ترمایې ته ښه پیژنې په یوه کورکې سره رالوي شوي …
ـــــ مورې زه نه غواړم چې اوس واده وکړم ، په دې خبره به زه فکر کوم او بیا به تاسې ته وایم. اتل ډیروخت په دغه فکرونو کې ډوب وو خوهیڅ د خلاصون لاره یې ونه مونده څوځلې یې زړه رالوي  کړ چې مورته ووایې دغه درې واړه یې نه دې خوښې خو بیا به یې دتره لورڅانګه سترګوته ودریده ، اتل چې به کله له اسلام اباد نه راغی څانګه به ترټولومخکې دروازې ته ستړې مه شي ته ورغله ، څانګې به له اتل سره ډیرعاطفوي چلند کوو له اتله یو کال مشره وه ، اتل به چې هم څه په کار شول نو څانګې ته به یې ورغږ کړې ، څانګه دخپل تره سره په یوه کلاکې اوسیدل ، د څانګې پلار د ګټې وټې نه وو هغه په یوه ترافیکي پیښه کې خپل اعصاب دلاسه ورکړې وو ، یو اته کلن ورور ګلاب یې لره او درې کشرانې خویندی
څومیاشتې وروسته ثمرې ترورخپل ځوی اتل ته بیا یادونه وکړه خو هغه لاتراوسه په کشمکش کې ووهغه ورته وویل
ـ مورې تراوسه مې پریکړه نه ده کړې خوکیدای شي په لنډه موده کې دغه پریکړه وکړم    او هو رښتیا کاکا څنګه دی ؟
ـــ ځویه اکادې ډیر سخت دی تیره شپه مو ورته ترسهاره رڼه کړه ، ډیره سخته شپه پرې ووته اوس یې هم حالات ښه نه دي دوه دقیقي په هوش کې راشي اوبیا بیرته بې هوشه شي یوه شیبه مخکې ورغلم څانګې یې سر په غیږکې نیولی وو اوژړل یې پلاردې ګلاب په ډاکټر پسې استولی دی او خپله جمات ته  لمانځه ته ووت ، هغه دې پلاردې راغي
اتل پاڅیده او دخپل پلارسره یوځاي داکا کوټې ته ننوته ، څانګه همغسې د پلارسرته ناسته ده او ژاړې ، اتل ورمنډه کړې او دخپل اکا سریې په خپله غیږه کې کیښوده ، څانګه له کټه کوزه شوه خپل پلارته مخامخ کیناسته ، د څانګې پلارسیدګل سترګې وغړولې ټوله کوټه یې وڅارله خپل ورورته ځیرشو ، بیا یې خپل لورڅانګې ته وکتل سترګې یې له اوښکوډکې شوې ، اتل پرې سر ورټیټ کړه پوښتنه یې ترې وکړه اکا څه شي غواړي ؟
ـــ سید ګل اکا ورته وویل ځویه زما نازولې لورڅانګه درنه خفه نه شي او له دې سره یې څوسلګې وکړې.
څانګې رامنډه کړې په خپل پلار راوغوړیده ،کړیکې یې کړې ، ټول کوریوې ژړا اوچیغو ونیو، ثمرې ترورڅانګه راپورته کړه ، غیږه کې یې ونیوله او خپله یې هم چیغې کړې…
د تکفین او تدفین مراسم ترسره شول ،اتل پوره څلورمیاشتې د خپل ضمیر سره په جګړه اخته وو چې څه وکړي ، دڅلورمیاشتو په موده کې یې سلګۍ ونه لیده ، هغه هم لکه ویشتلۍ هوسۍ له هربوټې تاویده ، هیڅ یې دلاسه نه کیدل کله نا کله چې به یې څانګه ولیده ، نو ورته وبه یې ویل چې اتل خان څنګه دی ؟ هغې په مسکا ورته وویل ته اتل څه پیژنې ؟ سلګۍ به ورته کړې ولې دواده په شپه تا نه وو راپیژندلی .
په دې کې دوه میاشتې نورې هم ووتې  ثمرې ترورد اتل پلارته مخ کړې چې سید ګل دې خدای وبښې هغه خو د مرګ په وخت یو وصیت وکړ ، خو اتل وایې چې زه اوس واده نه کوم  ، ډیره موده وشوه  چې په دې کورکې مو ښادې نه ده لیدلې که دې خوښه وې اتل په دې خبره رضا کړه چې په خپل کورکې ځای وي مناسبه نه ده چې خوراولوردې پردې کاله ته ووځي او زه په دې هم پوهیږم چې د څانګې اتل خوښ دی
ــ ولې اتل دخپله واکه دی هغه زما غوندې پلارلري زه یې همدااوس راغواړم
ــ نه سړیه اوس یې پریږده بیګاه ته به یې په ارامه ورته یاده کړې
ــ سمه ده
ما ښام اتل کورته راغی ، ډوډې وخوړ ل شوه ، سیدغریب اتل ته مخ کړې
ـــ ځویه ورور مې دې الله وبښې چې مړ کیده یو وصیت یې وکړ او زه غواړم چې د ورور دغه وصیت مې پرځای کړم ، څانګه له حیا تکه سره شوه ، سپکه پاڅیده او له کوټې ووته سیدغریب خپله خبره پسې وغزوله زما ویرره خو لتاسره په یوه کورکې رالویه شوې …
اتل یې خبره ورغوڅه کړه
ـــ پلاره ما تراوسه کومه پریکړه نه ده کړې ، تاسې ولې دومره تندی کوی
ـــ نه ځویه … ډیره موده وشوه چې دې کور ښادي نه ده لیدلې او دازما هم ارما ن دی او د موردې هم .. په مرګ اوژوند باورنشته .. که په خپل ژوند دې کوژده ووینم ….خیردی واده ته به لږ صبر وکړو
داتل ستونۍ له ژړا ډک شو، او له کوره ووت اوس  د ژرندې په دوه پلونو کې پریوت  یو دعاطفې او بل دمینې، له ځان سره یې هوډ وکړ چې سلګۍ ته ځان ورسوي په پښوکې ورته ورغړې په چیغو چیغو ورته وژاړې او بښنه ترې وغواړې ، په لاره لکه د نشه یې راروان وو پښې یې پرځان پسې راښکلې ، دماسپخین لمونځ یې د سلګۍ دوۍ جمات ته ورسوه له مانځه وروسته په نفلونو ودریده ، چې له یوې خوا خپل رب ته عذراوزارۍ وکړي  او په دغه امتحان کې ترې دکامیابۍ غوښتنه وکړي اوله بل پلوه به خلک له جماته وتلي وي کیدای شي چې بخت ورسره یاري وکړي او سلګۍ وویني ، خوسلګۍ اتل جمات ته د ننوتو پرمهال لیدلی وو نو ځکه یې ټول ساعت له دروازې نه جمات ته کتل ، لمونځ خلاص شو، خلک خواره شول ، خواتل لاپه جمات کې ناست دی لمونځونه کوي سلګۍ دکلادراوزه پرانسته اودګوتوپه څوکو دجمات کړکۍ ته راغله ګورې چې اتل لاسونه پورته نیولی او په سلګو سلګوژاړي ، هغې دغه یوه خبره واوریده چې ( ای الله ته زما پرده پوښ شي)
سلګۍ نوره هم حیرانه شوه ، غلي ودریده چې اتل راووت ، سلګۍ ترې وار د مخه  وپوښتل ولې اتله څه پيښ شوي  دي ؟
اتل غلی شو، د سلګۍ دتیرویستوپه موخه  یې یوه مسکا وکړه او بیایې ورغبرګه کړه باید مو ږ ټول خپل رب ته په هرحال وژاړو …. اوته ډیره شوخه یې…
ـــ واه سلګۍ هم شوخه وي ؟
ـــ سلګۍ مظلومه ده خوشوخه هم ده

‎‎‎ــ ښه دغه خبرې پریږده څانګه څنګه ده ودې لیده……. والله هغه بیچارګۍ د خپل پلارغم ډیره وزوروله څواونۍ مې وړاندې ولیده بیخې ډیره رنځيدلې ښکاریده ،
ــ  بس دخدای په کارونو کې څوک څه نشې ویلی انسان تروسه پړدی موږ یې ډیره درملنه وکړه خو څه نتیجه یې ورنکړه … خبرې رانه اوږدیږې کیدای شي چې زه بیا تا ونه وینم … زه د تعلیم لپاره روان یم ډیرلرې ، لتانه ډیرلرې … چیرته چې ستا د تخیل نیلۍ هم نه شي ورتلی …خو یاد لره چې زه به تاته ډیرنیږدې یم .. ستا د لوټې خاپ مې اوس هم په ولي باندې ښکارې … زما کلیموکې … زماپه خبروکې .. دونوپه پاڼو… په څاڅکو .. په سمندرونو… او په هرځای کې به راسره ته یې … داسې فکر ونکړې چې هیره به مې یې … چا ته ونه وایې چې غدریې وکړ .. بې وفایې یې وکړه … یواځي یې پریښودم ..زما د بیوسۍ تهمت په نورونارینه وو ونه تړي .. ټول زما په څیرنه دي …هو ..غوښتل مې چې وروستی ځل درسره وګورم …وروستۍ خبره درته وکړم …ما چې څوکاله کوم بڼ تازه وساته ..څوکاله چې مې … دکوم بڼ خصمانه وکړه …پرې ویاړم ..له هرې پاڼې نه مې .. ډیرڅه زده کړل … له ګل نه مې یوه خوله خندا زده کړ… له ازغي نه مې رشتیا ویل زده کړه …له ونې نه مې ثبات .. له پرخې نه مې چوپتیا او له وږمونه مې لطافت زده کړ .. دغه مکتب مې ولوست .. هر پاڼه کې یې د دولسو کلونوزده کړه مرموزه وه … خو ولې … دخپل کوربڼ .. چې له مایې پرته څوک نلرل په وچیدودی .. زه غواړم چې دغه بڼ هم تازه وساتم .. خوپه یووخت کې دوه کاره ناشونې دي ..پخوامې سلګې تش په خوله وه او اوس مې په ستونې کې ده .هو رښتیا زه ډیرلرې روان یم چېرته چې ته یې …
ــ اتله .. دپخواپه څیر خبرې نه کوي … زړه دې ډیرډک دي … که له ما کوم تقصیر شوی وي ومې بښه
ــــ نه دابه وروسته جوته شي چې تقصیر څوک لري  وخت ډیر لنډ اوتنګ دی ما سره خدای په  اماني وکړه زه روان یم دبیا لیدوپه هیله
سلګۍ غریوونیوله او په ژړایې ورته وویل :
داته چې ځې په مخ دې ښه شه
ما په چا سپارې راته ووایه حالونه
اتل مات زړه کورته راستون شو، مورته یې وویل بس ستاسې په رضا مې رضا ده ، یوه اونۍ وروسته د کوژدې مراسم ترسره شول په کوژده کې هم ډیر خلک راونه غوښتل شول  ، اتل بیړه کوله چې واده هم ژروشي پلاریې ورسره هم ومنله او دوه میاشتې وروسته دواده تیاری ونیول شو، څانګې چې تل یې همدغه ارمان اوهیله وه اخر خدای پوره کړه ، سلګۍ د اتل غم او جدایې ډیره سخته ناروغه کړه  ، د سې شنبې ورځ وه چې د خپل پلارسره کلینک ته لاړه  ، هوهلته دهجرت په په پنډ غالو کې به دوه ورځې دنارینه وو وې دوه ورځې به د ښځینه ناروغانو لپاره ځانګړې شوې وي هلته یې د څانګې کشره خورډیوه ولیده ، پرې غږ یې کړې چې څوک درسره راغلي ، په دغه وخت کې څانګه هم د کتنځۍ نه راووته سلګۍ ورپاڅيده غاړه یې ورکړه اوورته یې وویل اوریدلې مې دي چې اتل خان بهر کوم هیواد ته د تعلیم لپاره تللی څانګه وموسیده اوورغبرګه یې کړه
ـــ نه هغه اوس چیرته تللی شي …
سلګۍ لږه حیرانه شوه بیا یې ورته وویل هغه اوس چیرته دی …. او …څانګې خبره ورپریکړه
ـــ یووړوکی زیری درباندې کوم خوپه دې شرط چې ته راشي
ـــ وایه چې څنګه زیری ؟
ــ څانګې سرټیټ کړاو غلي یې وویل دوه اونۍ وروسته مې واده دی ته به ضرور راځې
ــ واه ….داته څه وایې زیرې دې په ایما ن شه خو داکوژده دې ولې رانه پټه تیره کړه ضرور درځم خو په یوشرط چې ستا اتل خان ووینم …هو رښتیا هلک دې لیدلی دی … څنګه دی ښایسته دی بدرنګه دی …تعلیم افته دی .. که بې تعلیمه دی..
ـــ ته خو ما خبرې ته پریږده … هرڅوک چې وې خو تا به لیدلی وي ..
ــ ما !!!!!!
ـــ هو تا لیدلی او لمانه یې ښه پيژنې ..
ـ څوک دی نوم لري او که بې نومه دی ؟
ــ هغه څوک دې چې تایې د راتلولپاره دلیدو شرط کیښوده
سلګۍ  څانګې ته داسې ځیرځیر کتلې  لکه چې لومړی ځل یې وینې ، له خولې یې غږنه راخته
شونډې بې اختیاره ورپیدې او غلې یې وویل
پاس په کمره ولاړه ګله
نصیب دچا یې اوبه زه درخيژومه
…خوله یې وچه سوه … رنګ یې تک ژیړ واوخت .. لاسونه یې ولړزیده . …ساه یې لنډه شوه … مرۍ یې راډکه شوه .. څانګې ته یې وویل ته ډیره خوشبڅته یې … ته ډیره خوشبخته یې
څانګې پرې غږ کړې ولې سلګۍ بیا څه شوي تاباندې بیا دواده دشپې کیسه وشوه … څوک درسره راغلي چې زه مې خور ورولیږم یخې اوبه درته راوړې
سلګۍ یوسوړاسویلی وویست او څانګې ته یې په ژړغونې غږ وویل :
(نه څانګې د داسې پیښو سره زه کله ناکله مخ کیږم ، ډیرې مې داسې پیښې لیدلې ….. بس راځي اوځي ..نه کومه یوه ماته ودریدلې اونه زه کومې یوې ودرولې یم)