كندهار : ايساف يو بالون هوا ته پورته كړئ دئ

حاجی پوپل | جولای 30th, 2009


ايساف ځواكونه وايي؛ په كندهار  ښار كښي يې د امنيتي پېښو د مخنيوي په موخه يو بالون هوا ته پورته كړئ دئ .


ايساف ځواكونه ديوې خبرپاڼې له لاري زياتوي چي كندهار ښاريان دي د دې بالون په اړه هېڅ اندېښنه نه كوي .


د سرچينې په وينا؛ په بالون كښي يو ډول څارونكي كامرې نصب كړل شوې؛ چي تر پنځه كيلو متره پوري ساحه څارلائ او د مقناطيس په څېر اوسپنيز توكي هم كشفولائ شي .


سرچينه زياتوي چي دا ګام د احتمالي امنيتي پېښو او د ښار په مربوطاتو كښي د شكمنو حركاتو د مخنيوي په موخه پورته شوئ دئ .


سرچينه وايي؛ د دې بالون په مټ به د ښار په مربوطاتو كښي د هر ډول اوسپنيزو توكو څارنه كوي او له دې لاري به د امنيتي پېښو ګراف هم تر يوه حده راټيټ كړل شي .


ايساف ځواكونه په كندهار ښار كښي د دغه بالون د پورته كولو هدف په داسي حال كښي روښانه كوي چي د دې بالون له كبله كندهار ښاريانو ته بېلابېلې اندېښنې ور پيدا سوي وې .


 

Copyright Larawbar 2007-2024