ميدان وردګ : ٩ پروژې ګټي اخستني ته وسپارل شوې

د لراوبر اداره | اگست 15th, 2009


د کليو د بيارغوني اوپراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام(٩) پروژي پدي وروستيو کي د وردګو په ولايت کي ګټي اخستني ته وسپارل شوي .


د دي ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د(٦٠٥) مترو په اوږدوالى داوبو لگولو دکاريزونو کيندل، د(٨) پل گوټيو جوړول ،د(٢٥) مترو په اوږدوالى ديوه استنادى ديوال جوړول ، او ديوه ټولنيز کانال جوړول شامل دى .


يادي شوي پروژي د وردګو ولايت دبهسودو په ولسوالى کى د(٣٥٤١٠٠٠) افغانيو په لګښت د ملي پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کي لس د کليوالو دونډي په شمول بشپړي او له هغه نه د څه د پاسه (٤٥٢) کورني ترينه گټۀ اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024