شيرزاد:هغه ډله مونيول چې پوليس اومامورين يې وژلي وو
دکندهاردامنيت آمروايې هغه وسله واله ډله يې نيولې ده چې دښارپه بيلابيلوبرخوکې دپوليسواودولتي مامورينوپه وژل کې لاس درلود .
دامنيت آمرزياته وي په نيول سويوکسانوکې داسي کسان هم شامل دي چې له منصوعي ږيروڅخه به يې دناامنيوپه رامنځ ته کولوکې ګټه اخيستل .
دامنيت امرسمونوال فضل احمدشيرزاد په يوه خبري ناسته کې وويل چې له تيرودروورځوراپديخوا يې په کندهارښارکې دغه کسان دبيلابيلوعملياتوپرمها ل نيولي .
نوموړى زياته وي چې تيرماښام يې لمړى دوسله والوطالبانوديوه سيمه ييزقومندان مطيع الله په ګډون درې تنه په ډنډچوک اوښکارپوربازارکې نيولي .
دشيرزادپه خبره چې ملامطيع الله دهغې ډلي مشرى کول چې په کندهارښارکې به يې دپوليسواودولتي مامورينوپه وژنولاس پوري کاوه .
ده زياته کړل چې يوتن يې باسهارڅلورنيمي بجې دکندهارپه زاړه ښارکې هغه مهال نيولى چې غوښتل يې له منصوعي ږيري څخه په ګټه اخيستنه ماينونه ځاي پرځاى کړي .
شيرزاد وويل چې درې تنه نوريې بيادداووومې حوزې اړوند ددحاجي غوث په مسجدجامع کې له دوو موټرسائکلانواويوه صندوق سره چې وسلې اومهمات يې پکې ځاى پرځاى کړي وو ونيول
دکندهاردامنيت امرپداسي حال کې له خپلولاس ته راوړنوڅخه يادونه کوي چې دشنبې په ورځ دکندهارښارپه برېښناکوټ سيمه کې دپوځي څارنوالۍ يوتن پخوانى مسلکي څارنوال نورالحق دنامعلوموموټرسائکل سپروله لوري په ډزوباندې ووژل شو.