په زابل كې په كولرا زيات كسان اخته سوي
دزابل استازي وايې چې پدغه ولايت كې دنس ناستې ناروغي خپره سوې خوتراوسه پوري لا دروغتياوزارت ورته رسيدګي ندهكړې
دزابل په داي چوپان والسوالۍ كې له تيروڅوورځوراهيستې دغه ناروغي په چټكى سره دخپرېدوپه حال كې ده اوتراوسه پوري له پنځلس څخه زيات كسان ورباندې اخته سوي دي .
كه څه هم دعامي روغتياچارواكې پدې اړه باندې څه نه وايې خوپه مشرانوجرګه كې دزابل استازى ډاكترزلمى وايې چې دغه ناروغي كولرا ده اوپرځايې روغتياپالانويې نيوكه وكړل چې دڅوورځوپه تيرېدوسره اوس هم دناروغى په مخ نيوي اودناروغانوپه درملنه كې څه ندي كړي .
په ياده سوې ناروغۍ باندې يوشمېرناروغان دكلات ولايتي روغتون ته لېږدول سوي خوزيات شمېرنوريې بياچې مالي توان نلري اوترانسپورتي اسانتياوي هم په سيمه كې نسته له دغې ناروغۍ څخه زورېږي
دسيمي دخلګوپه خبره چې كه دغه ناروغي ژر كابو نسي نودپراخي خپرېدا له كبله به دګڼ شمېركسانوژوندله ګواښ سره مخ كړي .
زياته هڅه مووكړل چې پدې اړه دزابل دوروغتيايې چارواكونظرواخلوخوڅوك جواب ويلوته حاضرنسول
دزابل په دايې چوپان والسوالۍ كې دنس ناستې ناروغي پداسي حال كې خپرېږي چې څوځله ددغې والسوالۍ ځايې اوسېدونكودچښاك دپاكواوبوله نشت والي والي څخه يادونه كړې .