عبد الله نظامي: له شریعت غږ راډیو سره زما د همکارۍ رپورټ غلط دی
رحيم ګل څاروان
په کنړ کې ازاد خبریال سید عبد الله نظامي وايي په لر او بر ویبپاڼه کې سهوا داسې رپورټ خپور شوی چې له مخې یې دی د شریعت غږ راډیو همکار بلل شوی، هغه وايي، ده څه موده وړاندې ځېنو ویبپاڼو ته د یوه خبریال په توګه خبر د خپراوي لپاره لېږلی وو چې په کې یې د شریعت غږ راډیو د خپرونو د پیل نه ویلي وو، عبدالله نظامي وايي دا خبر یې د ژورنالیستیکي اصولو له مخې لیکلی.
هغه وايي په ځېنو ویبپاڼو کې د بیا ځلې لپاره خبر په غلطه را اخېستل شوی او په ناسم خبر کې راغلي چې سید عبد الله نظامي د شریعت غږ راډیو همکار دی، دی وايي له دې راډیو سره هیڅ راز همکاري نه لري.