کور / تازه خبرونه / فراه : نښتي ۷ تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

فراه : نښتي ۷ تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په فراه ولايت کې د یوې کورنۍ دوه تنه دامنیتی ځواکنو او طالبانو په نښته کی وژل شوی.

امنیتی چارواکی وای دغه کسان نن سهار دبالابلوک ولسوالۍ په کال کلا کلي کی هغه محال ووژل شول چی وسلوالو طالبانو دکورنه دسنګر په توګه کار واخیست.

دفراه امنیه قومندان فقر احمد عسکر وایی: ( په نښته کې دوی پېغلی نجونو مړی او دهغوې مور او کوچينۍ خور یې ټپیانې شوې دی.

عسکر زیاتویې په دغه بريد کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

دیو بل خبر پر بنسټ دفراه ولایت دبریښنا ریاست پر اکمالاتی کاروان باندی د‌طالبانو په یو وسله وال برید کی درې تنه مړه او تپیان شوی دی .

په لویدیځ زون کی دپولیسو ویندی وای:( دبريښنا رياست دغه کاروان دهرات نه و فراه ته يې تجهيزات لېږدول چی په بالابلوک ولسوالۍ کې دمخالفينو له بريد سره مخ شو.)

احمدی وای په دغه برید کی دبرېښنا شرکت يو کارکوونکې وژل شوې او دوه نور ټپيان شوې دی. دی زیاتوې چې ټپي شوي سرتېري دفراه روغتون ته د لېږدول شوی دی او روغتیایې حالت یی ښه دي.

بالا بلوک دفراه لایت دهغو ولسوالیو په کتار کې راځی چی طالب اورپکی خورا پراخ شتون پکی لری. په تیر اونی کې طابانو لږترلږ لس تخریبی بریونه یی په دی ولسوالۍ کی تر سره کرې دې.