د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت

د لراوبر اداره | سپتمبر 15th, 2009


د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت پېغام

افغانستان د نړۍ يو له هغو منفردو هيوادونو څخه دى، چې څو مسلسلې لسيزې جگړې يې تجربه کړې، دغه خانمانسوزه جگړې دومره کرغيړنې، اوږدې له ماتمونو، مصيبتونو او ورانيو ډکې وې چې زموږ د بسيا هيواد شيرازه، ارزښتونه، شتمنۍ، مادي او معنوي پانگې او انسانان يې له خاورو سره خاوري کړي، ځکه نو افغانان د ځمکې پرمخ تر ټولو زيات سولې ته ليوال او تږى ولس دى، دا ولس د تر ټول زيات د سولې په ارزښت پوهيږي او له جنگ څخه نفرت لري.

نن ورځ چې په هيواد کې يوځل بيا د سولې، پرمختگ او ثبات شرايط برابر شوي او افغانستان د نړۍ د توجه په محراق کې راغلى، ايجاب کوي چې ټول افغانان په گډه، د سولې او سوکالۍ لپاره داسې کار وکړو چې دايمې سوله او هميشنۍ ثبات راته تضمين کړي.

دايمي سوله او ثبات يو مقطعي امر نه دى چې يواځي په عسکري تدابيرو يې چاره وشي، د ډاډمنې او دايمې سولې لپاره د ذهن او فکر بدلون پکار ده، دايمي سوله او ثبات د انسانانو په طرز تفکر پورې اړه لري او د بشر د فکر وده او انکشاف اساساً په تعليم او سالمې تربيې پورې اړه لري.

دايمې سوله او ثبات هغه وخت محققه کيداى شي چې موږ د خپلو نسلونو د ذهني او فکري ودې او پرمختگ لپاره د ښې او مثبتې ښوونې او روزنې زمينه مساعده کړو، دا کار يواځي د پوهنې او معارف له لارې او له معارف څخه د ولس په بې دريغه ملاتړ ممکنه کيداى شي.

د پوهنې وزارت له ټولو نړيوالو دوستانو او پخپله له افغانانو په کلکه غواړي چې د پوهنې او معارف په ډگر کې خپلې هڅې او پانگې مصرف کړي، همدا پوهنه، د علومو ترويج او د معرفت پراختيا ده، چې په ټولنه کې فضايل زيږوي او د ټولنې فاضله کيدل د رښتونې سولې او ثبات تضمين کولى شي او بس.

د پوهنې وزارت د تعليم او تربيې له لارې څه د پاسه اوو ميليونو ماشومانو او ځوانانو او څه د پاسه د د يوه ثلث وگړو لپاره د علم او پوهې د زده کړې بستر غوړولې، چې ان شاء الله د سبانې افغانستان نيګمرغې، سرلوړي، عزت او ټول پرمختگونه د همدې نسل په سالمې روزنې پورې تړلى دي.

د ودان او سرلوړې افغانستان په هيله، د سولې نړيواله ورځ خپلو ټولو وطنوالو او د نړۍ سوله غوښتونکو ولسونو ته مبارکه او دايمې غواړم.

Copyright Larawbar 2007-2024