بېړنی خبر : د کابل ښار يوې لويي چاودني ولړزاوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 8th, 2009


د پنجشنبی سهار شاوخوا اته نیمی بجی کابل ښار یوی درنی چاودنی ولړزاوه .دغه چاودنه چی د کورنیو چارو وزارت مخامخ د هند سفارت سره شوی ده سیمه د پولیسو لخوا کلابنده شوی او د وژل شویو په اړه کره معلومات نشته ،دپیښی په اړه نور جزیات به وروسته په لیکه شی.


بله خوا د ناټو لخوا لراوبر ته په يوه تازه رارسيدلي خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی سرتيرو تيره شپه (۸ – اکتوبر ) د لوګر ولايت د پل عالم په سيمه کي پر هغه کور بريد وکړ چي ددوی په وينا د وسله والو طالبانو قومندان د خپلو څو نفرو سره پکښي پټ وو . په خبرپاڼه کي راغلي چي د د ناټو پوځونو لومړی د کور اوسيدونکو ته له کوره د وتلو خبرداری ورکړ او بيا يي پر کور بريد وکړ ، خو وروسته يې وليدل چي په کور کي يو ماشوم سخت زخمی سوی دی چي وروسته له خپلو ټپونو څخه مړ سو . ناټو وايي چي د تيري شپې په عملياتو کي يي طالبان هم وژلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024