دزابل په امنیتی پیښو کی لږترلږه شپږنفره وژل شوی اودوه ټپیان دی
وحيدالله شمس زابل
چارواکی وایی په وژل شویو کی وسله وال طالبان دملی امنیت اوملی اردوسرتیری شامل دی
لمړۍ پیښه دسه شنبي په ورځ ناوخته دزابل په اتغرولسوالی کی هغه مهال رامینځته شوه چی دملی اردودسرتیروموټر دسړک غاړی پرښخ شوی ماین وخوت دزابل یوه امنیتی سرچینه وایی په چاودنه کی دملی اردودری سرتیری وژل شوی اودوه ټپیان دی سرچینه زیاتوی چی دټپیانوروغتیایی حالت دډاډ وړدی دوهمه پیښه هم په ورته وخت کی دزابل مرکزقلات اړوند د ګرم اب سیمه کی هغه وخت رامینځته شوه چی بهرنیوځواکون پروسله والوطالبانوهوایی برید وکړدزابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایی په برید کی دوه کسه وژل شوی چی دده په وینا جسدونه یی اوس هم دپیښه په ځای کی پراته دی .
پرهمدی مهال تیره ورځ په مرکز قلات کی نامعلووسله والودملی امنیت یوکارمند په ډزو وواژه چارواکی وایی دپیښه ورسته پلټنی پیل شوی خوتردامهاله ورسره دتړاوپه تورڅوک ندی نیول شوی
وسله والوطالبانوکه څه هم دګرم آ ب دپیښه په اړه څه ندی ویلی خوداټغرولسوالی دماین دچاودنی اودملی امنیت دکارمند دوژولو مسولیت پرغاړه اخلی
قاری یوسف احمدی وایی په چاودنه کی یی دملی اردو څلورسرتیری وژلی اودهغوی یوموټر یی ویجاړ کړی دی
قاری یوسف دزابل په ښهرصفا، میزانه ،شینکی اوسیوری ولسوالیوکی هم کورنیواوبهرنیوځواکونوته د درنی مرګ ژوبلی دوراړولو ادعا وکړه خو ددی ولایت امنیتی چارواکی دا ادعا نه منی.