ننګرهار:دمومند خپرندويه ټولنې له لورې تازه خپاره شوي کتابونه!
١- درسول الله ص او راشده خلفاوو دژوند وروستۍ شيبې:دا کتاب مولانا ابو الکلام ازاد ليکلى او فريد احمد هلال پښتو ژبې ته رااړولې چې پکې داسلام دستر پيغمبر او دهغه ديارانو دژوند دوروستيو شيبو په اړه په زړه پورې او ارزښتناک معلومات وړاندې شوي په کتاب کې دا ندي ويل شوي چې له کومې ژبې راپښتو شويدې.
٢- اسلام دانساني خوښۍ دروازه:دا کتاب ترکي ليکوال بديع الزمان سيد نورسي(ترکي ) ليکلى او ځوان ژباړن هجرت الله اختيار په روانه او ساده پښتو ژباړلى دى.په کتاب خورا ګټور ديني معلومات وړاندې شوي او دننګرهار پوهنتون استاد فضل ولي ناګار پرې ښه او له محتوا ډکه سريزه هم کښلې ده دکتاب پر پښتۍ ليکل شوي چې له اردو ژبې پښتو ته راژباړل شوى دى.
٣- داسلام څلور بنسټه:دډاکتر ملک غلام مرتضې ليکل شوې اثر دى چې داسلام دسپيڅلي دين په اړه پکې په زړه پورې مطالب ليکل شويدي دا کتاب هم فريد احمد هلال په ساده او روانه پښتو ژباړلى دى،دکتاب لوستنه ځوان نسل ته خورا اړينه ده.
٤- په سپوږمۍ کې تصوير يو دى:دا دخوست دشاعر خيزه سيمې دځوان او منلي شاعر نورا جان بهير لومړى شعري ټولکه ده چې په زړه پورې غزلې ،نظمونه او څلوريزې پکې ځاې کړل شويدي،پر کتاب دهيواد وتلو ليکوالو او شاعرانو استاد محمداصف صميم،پيرمحمد کاروان او احسان الله درمل سريزي کښلي دي.
٥- دوزخيان دپرويز قاضي سعيد ليکل شوې ناول دى چې محمد روز محتاج پښتو کړى دا کتاب دپاړسو نه راژباړل شوى چې منځپانګه يې دجاسوسۍ او استخباراتي چارو په اړه يوه په زړه پورې کيسه ده.دناول مينه والو ته يې لوستل بې ګټې نه دي.
٦- دحضرت محمد ص پر سنتو ساينسي څيړنه:دا داسلامي نړۍ دوتلي مفکر اونابغه ډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى چې ځوان ژباړن نصيرالله مومند په روانه او ساده پښتو ژباړلى دى په کتاب کې داسلام په مقدس دين او محمدي شريعت کې دټولو لومړينو اړتياو په باب په زړه پورې معلومات ورکړل شوي چې لوستل يې دهر مسلمان لپاره بې ګټې نه دي.
٧- ورکه مينه:داردو ژبې ديو ليکوال رانو له لورې ليکل شوې ناول دى چې دپيښور په هريپور نومې سيمه کې دميشت يو ځوان افغان قاري نعمت الله فراست دژباړنې لومړنۍ هڅه ده دکتاب منځپانګه ديو ځوان ليونۍ مينه اوديو ډاکتر همدري جوړوي لوستل يې دځوان کول لپاره په وزګار وخت کې بې ګټې نه دي.
٨- بړبوکې دهيواد دځوان ناول ليکوونکي نصير احمد احمد ليکل شوې ناول دى دکتاپ منځپانګه دطالبانو پرلاس ديوې امريکايي سرتيري انجلۍ اسيريدل جوړوي لوستل يې بې ګټې نه دي.داحمدي تر دې وړاندې هم ناولونه چاپ شويدي.
٩-٣٨ بجې٤٠دقيقې درحيم الله بشارت له لورې ليکل شوى پوليسي ناول دى چې منځپانګه يې دفکرپلان او عمل ديو اتل پوليس افسر له تلوسې او شيبه په شيبه بدليدونکو ژوند پيښو نه ډک داستان جوړوي.
١٠-پراسلام شوي نيوکې او دهغوې څيړنيز ځوابونه دويمه برخه: دا دډاکتر ذاکر نايک ليکل شوي اثر دويمه برخه ده ددې لومړۍ برخه دشفيع الله تاند له لورې پښتو ته را اړول شوې وه او دادې دويمه برخه يې ځوان ژباړن فريد احمد هلال پښتو کړيده.لوستل يې دټولو لپاره ګټور دي.
١١- دشيخ احمدي ديدات ويناوې:احمدي ديدات دهندوستان نوموتى اسلامي عالم او ليکوال دى ډير وخت دډاکتر ذاکر نايک تر څنګ ليدل کيږي دويناو دغه برخه يې دنجيب الله جالب راپښتو کړې او ستاسو دلوستو لپاره يې وړاندې کوي.
مومند خپرندويې ټولنې تر دې وړاندې هم دپښتو ژبې دبډاينې لپاره ګڼ شمير علمي ،څيړنيز او ادبي کتابونه چاپ کړي او دا هڅې يې لا همداسې روانه ده دلوې خداې له درباره ورته دلانور چوپړ هيله کوو