د لغمان ولايت د پوهنى رياست سره د كمپيوټرو مرسته وشوه
لغمان: دلغمان ولایت دقرغه یی ولسوالی یو تن اوسیدونکی دلړم په ۹ مه د لغمان ولايت له پوهنې رياست سره داتو پايو كمپيوټرونو مرسته وكړه.
په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس دمعلم يوسف له دغې مرستې مننه وكړه او دپوهنى په برخه كې د نورو شتمنو هيواد والو د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.
ياده دى وى چى نوموړى كمپيوټرونه دقرغه يي ولسوالى دګل پاچاه الفت ليسى و مديريت ته تسليم شول.