خوست:طالبانو پر سرحدی کمپاين بريد وکړ

د لراوبر اداره | اکتوبر 31st, 2009


 شنبه داکتوبر٣٠مه

  تيره شپه ناوخته نږدې٣بجې دخوست په پوله پرته ولسوالۍ(ببرک تاڼه)کې په يوه سرحدي کمپاين بريدشوى دسيمي څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې جګړه تررڼاسهاره روانه وه.طالب وياندذپيح الله مجاهدلراوبرته ويلي دي چې په جګړه کې يې امريکاپلوه ځواکونوته درانه مرګ ژوبله وراړولي ده،خودده په وينا طالبانوته دتيرې شپې په جګړه کې زيان ندى اوښتى.تراوسه ايتلافي اودولتي ځواکونوپدې اړه څه نه دي ويلي،بل خوا دسيمې خلک چې ځايي کوچيان دي وايي چې ايتلافي ځواکونويې مينې په درانوتوپونو اوتوغنديوويشتلي دي.دوى وايي چې دوى دجګړې دپېل کيدوسره سم خپل کورونه پرېښې وو نوځکه ورته دسرزيان ندى وراوښتى .

Copyright Larawbar 2007-2024