اروپايي څاروونكي كابل ته راورسېده

56 | نوومبر 2nd, 2009


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د انتخاباتي بهير د څارني لپاره د اروپايي ټولني د ناظرينو يو پلاوى كابل ته راورسيد.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري ويلي چې دغه پلاوى دنده لري چې د انتخاباتو له بهير څخه د افغانستان په بيلابيلو سيمو كي څارنه وكړي.

خو نوموړي ددغه پلاوي د ناظرينو د شمېر په اړه څه ونه ويل.

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د لومړي ځل انتخاباتو د څارني لپاره هم د اروپايي ټولني ناظرين افغانستان ته راغلي وه.

Copyright Larawbar 2007-2024