پاكستان له افغانستان سره پوله نه تړي

56 | نوومبر 2nd, 2009


په کابل کی د پاکستان سفارت هغه راپورونه رد کړل چی ګواكي پاکستان غواړی له افغانستان سره پوله وتړي.

په کابل کی د پاکستان سفیر محمد صدیق د يوې اعلاميې په خپرولو سره هغه اوازې او د خبري رسنیو راپورونه رد کړل چي وایې پاکستان په پام کي لري چي له افغانستان سره پوله وتړي.

هغه وویل هیڅ داسي یوه پرېکړه نه ده شوې خو د ډېورنډ كرښي په دواړو خواوو کي د سخت دریځو او تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره په کار ده چي امنیت ټینګ او کنټرول زیات كړي.

د پاکستان سفیر دغه راز ټولو بهرانیانو ته چی پاکستان ته سفر کوي سپارښتنه وکړه، چي د مسافرت اسناد لکه پاسپورټ اواعتباري ویزه دي له ځان سره ولري، څو د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا چي په هیواد کي یې د سخت دریځو په وړاندي عملیات پیل کړي، ونه زوریږي.

Copyright Larawbar 2007-2024