سپينه ماڼۍ: افغانستان ته نور سرتېري ليږل ښايي وخت واخلي

56 | نوومبر 2nd, 2009


سپینه ماڼۍ وايي چي افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه د ولسمشربارک اوباما پرېکړه ښايي څو اونۍ وخت واخلي. د اوباما جګپوړي سلا کار ډیویډاېکسېل راډ وویل، د انتخاباتو له دوهم پړاوه د ډاکټرعبدالله وتل به د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتيژۍ په اړه ځنډ پېښ نه كړي.
اېکسېل راډ وویل، دی تمه لري چي ولسمشر اوباما به په څو اونیوکي دننه په دې اړه پرېکړه وکړي، ده زیاته کړه، اوباما په دې اړه ډېره دقیقه څېړنه کوي ځکه هدف دا نه دی چي د افغانستان لپاره د اضافي سرتېرو د شمېر په اړه غور وشي، بلکې باید د سمي ستراتيژۍ خبره یقیني شي.
داوباما ادارې له دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره د نورو سرتېرو د استولو او یا په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د برید له لارې د القاعده شبکې د له منځه وړلو په اړه د هراقدام په اړه له پرېکړي مخکې، د انتخاباتو نتیجو ته انتظار کاږي.

Copyright Larawbar 2007-2024