نړيوال غذايي سازمان WFP د خوراكي توكو مرسته وکړه
دنړيوا ل خوراكي سازمان لخوا دبادغيس ولایت دپوهنی ریاست سره دخوراكى توكو مرسته وشوه .
د نړيوال خوراکی سازمان لخوا دبادغيس ولایت دمرکز اړوند دسواد زده كړى زده کوونکو سره دخوراكى توكو مرسته وشوه.
په نوموړو توكو كى ۱۶۷تونه غنم، ۲۶ تونه دال، ۱۲تونه غوړى او ۱۶۷۷ پاكته مالګه شامل دى چي دمهال ويش سره سم دټاكل شوى هيئت په وړاندى دمركز اړوندو د سواد زده كړى زده كوونكو ته وويشل شى.
ديادونى وړده چى دبادغيس ولايت دمركز مربوط په ۵۳ رسمي او افتخارى دسواد زده كړى په كورسونه كى ۱۲۵۰ تنه زده كوونكو ته د ۵۳ ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيږى.