د هرات ولايت له يو ښوونځۍ سره مرسته وشوه

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2009


د هرات ولایت : ‌په هرات ولايت كى د ايتاليا هيواد د ولايتى بيارغاونى تيم د هرات ولايت د مركز مربوط د بابا زنګى عطا د منځنى ښوونځى سره د لسو زرو ډالرو په ارزښت د يو شمير وسايلو مرسته وكړه.

په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د نوموړى ښوونځى د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د هرات ولايت د پوهنې رئيس، د ولايتى شورا غړو، دزده كوونكو اولياوو، استادانو اوشاګردانو ګدون درلود .

د پوهنى رئيس د ولايتى بيارغاونى ټتم له دغې مرستې مننه وكړه او د نوموړى تيم څخه يى د پوهنى په برخه كى د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.

په دغه وسايلو كى پر ۱۰ خيمو برسيره ، ۸۵ پايى ميز او چوكى، دوى پايى دكنفرانسونو ميزونه ، دوى پايى دكتابونو آلمارى ، ۷۰۰ دانى د شاګردانو د مكتب بستى ورسره د قرطاسيى او نور د ضرورت وړ شيان شامل دى .

د يادونى وړ ده چى په نوموړى ښوونځى كى ۳۵۰۰ تنه زده كوونكى په زده كړه بوخت دى .

Copyright Larawbar 2007-2024