نشه يي توكي او قاچاق كوونكي نيول شوي

56 | نوومبر 8th, 2009


د كورنيو چارو وزارت وايي چې په فراه ولايت كې يو سلوشپږ دېرش كيلوګرامه مخدره مواد او درې تنه قاچاق كوونكي نيول شوي.
د كورنيو چارو وزارت د مخدروموادو په وړاندې د مبارزې مرسيتال جنرال داود دواد وويل چې دغه مخدره مواد او قاچاق كوونكي د دې ولايت په شيب كوه ولسوالۍ كې نيول شوي.
د كورنيوچارو وزارت په يوبل خبركې ويل شوي چې د بدخشان ولايت په درايم ولسوالۍ كې هم د مخدروموادو د توليد يوه فابريكه او لسګونه كيلوګرامه مخدره مواد له مينځه وړل شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024