د بهرنيو ځواكونو پر كاروان حمله شوې

56 | نوومبر 8th, 2009


راپورونه وايي چې د يكشنبې تر غرمې مخكې جلال آباد ښار ته نژدې د درونټې په سيمه كې د بهرنيو ځواكونو پر لوژستيكي كاروان حمله شوې.
د ننګرهار د امنې قومندانۍ وياند عبدالغفوروايي چې په دې پيښه كې د تيلو درې ټانكرونه سوزيدلي او دوه كانټينرونه سخت زيانمن شوي.
نوموړي څرګنده كړه چې ددې كاروان د ساتونكو او وسله والو مخالفينو ترمنځ ډزو كې دوه ساتونكي هم ټپيان شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024