پوليسو دغلو يوه ډله ونيوله

34 | جنوري 17th, 2008


دكندهار پوليسو دغلو يوه لويه ډله په داسي حال كې نيولې چې مخامخ يې له يوه دكان څخه غلاكوله  پوليس وايي چې تېره شپه د کندهار ښار په لويې ويالې کې وسلوال غله ونيول شول دوى  په ياده شوې سيمه کې د ټليفون کولو له مرکز څخه غلا کوله.
پوليس وايي دغلو داډله كې درې كسان شامل دي  چې د دوولسو او شپاړسو کلونو عمر لري درې تنه يې د پوليسو د ګزمې پر مهال نيول شوي او يو يې په تېښته بريالي شوي دى .
پوليسو دغلو خپل خپلوان وربللي چې پېښه ورسره شريكه كړي ، په كندهار كې په دې وروستيو كې دغلاغديو پېښي ډېري زياتي شوي دي او اوس هره ورځ دورته پېښو خبرونه ترلاسه كېږي

Copyright Larawbar 2007-2024