لوګر : د امریکا دپرمختيايي ادارې د تدریسي توکيو مرسته وکړه
دلوگر ولایت دپوهنې رياست سره د امریکا هيواد دپرمختيايي ادارى لخوا دنوموړى ولايت دبى بى آمنى ليسى سره دیوشمیر تدريسي توکو مرسته وشوه.
په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ليسى په انګړ کی جوړه شوی وه دلوګر ولایت دپوهنې رياست مسئوولينو ګډون کړی و چى دلوګر ولايت دپوهنې رياست دمسئوولينو لخوا دنوموړى اداري څخه دمننى په څرګندولو سره د پوهنې په برخه كى ديادشوى ادارى دلازياتو همكاريو او مرستو غوښتونكى شوه .
په نوموړی توکی كى ۴۰۰ پايي دشاګردانو لپاره ميز او چوكى، ۶۰ پايي چرخكى چوكى، ۱۱ پايي دمديريت ميزونه، ۶ پايي اوسپنيز المارى ، ۵۰۰ ليتره دابو ذخيره، ۲۵ دانى سپينى دحروف نويسى تختى او نور دضرورت وړشیان شامل دی.
ديادونى وړ ده چى اوس مهال په نوموړى ښوونځى كى۱۰۵۰ تنه زده كوونكى چى درسى چاري يى د۲۵ تنو استادانو لخوا پرمخ بيول كيږى په زده كړه بوخت دى.