جرمني له افغانستان سره مرستي رواني ساتي

56 | نوومبر 12th, 2009


د جرمني د دفاع وزير په كابل كې له خپل افغان سيال سره تر كتنې ورسته ازادۍ راډيو ته ويلي چې دوى به د افغانستان لپاره خپلو مرستو ته دوام وركړي، خو په دغه هيواد كې يې د خپلو عسكرو د ډيرولو په اړه څه ونه ويل .
فون ګوتنبرګ دغه شان وويل چي د جرمني حكومت نوى جوړ شوى حكومت دى او په افغانستان كي به د جرمني سرتيرو د شتون پر سر د بحثونو پايلي هم تر راتلونكو درو اونيو پورې روښانه شي .
دغه شان د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ خبريالانو ته وويل چې د دوى همشنۍ غوښتنه د ملي اردو د ځواكونو سمبالول او پياوړي كول دي، څو دوى وكولاى شي خپل مسووليتونه په خپله سرته ورسوي.
د ښاغلي ودګ په وينا دغه خبره يې د خپل جرمني سيال سره په ليدنه كې هم ياده كړې.
جرمني په افغانستان كې له څلور زرو څخه زيات عسكر لري چې اكثره د افغانستان په شمال كې مېشت دي.

Copyright Larawbar 2007-2024