کندوز: پنځه تنه غله د طالبانو په جامو کي ونيول شول

د لراوبر اداره | نوومبر 14th, 2009


تيره شپه دکندز ولايت د درېمى حوزې امنتي مسوولينو پنځه تنه غله ونيول .
دغه غله چې دطالبانو جامې ئي اغوستې وې  اوپه وسلو سمبال وو تيره شپه ناوخته دکندز ښار دزاخيلو په کلۍ  کې دخلکو په کورونو ور اوښتې وو اوځايي خلکوته ئي ويلې وو چې مونږه طالبان يو . دغه غله په  داسې حال کې دپولېسو له لوري ونيول شول چې له يوه کوره ئي څلور سره غواووې په مخه کړي وي
د دريمې امنيتې حوزې آمر صفدرعلي رسنيوته وويل: چې تيره شپه نږدي نه بجې مونږه ته خبره راغې اوکله چې مونږه سېمه محاصره کړه دځايي وګړو په مرسته مو دغه غله ونيول له دغو غلو سره يوميل کلاشينکوف ،يوميل چرييزټوپک اويوه تمبوره نيول شوي ده  صفدر داهم وويلې چې ددغو غلودوه تنه نور ملګرې  دطالبانو سېمې ته تللې وو چې دهغوې له لورې نيول شوي دي )) همدارنګه يوتن دزاخيلو اوسيدونکې عبدالباقي  وويل (( چې دده له کوره يي څلورسره غواووي پټې کړيدي)) سربيره پردي يوتن ځايي اوسيدونکې چې خپل نوم يي وانخيست  د لس زره افغانيو اودوه سيټه موبائيل ټيليفون د غلا کيدو ادعاء وکړه )) ديادونې وړ ده چې تردي مهاله دزاخيلوپه کلۍ کې دغله  پيښې نه دي رامنځ ته شوي دا لومړې ځل وو چې داډول پېښه رامنځ ته شوه خو ددغه ښار ډيرې وګړې بيا شکايت کوي چې زياتره وختونه غلا نيول کيږي خو بيا ډيرژر د دولت له لورې خوشې کيږي چې همدا لامل دي چې ورته پيښې  ډيريږې .

Copyright Larawbar 2007-2024