برتانیه : د افغانستان څخه د راوتلو نېټه ضروري ده
ګارډین ورځپاڼی نن ولیکل چی د انګلستان صدراعظم ګورډن براون وویل چی د افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو د راوتلو مهال وېش ځکه باید ترتیب سی چی د القاعده نیمایی مشران وژل سوي دي . ده وویل چی په نوي کال کی د ملګرو ملتونو تر پالنی لاندی په لندن کی جوړېدونکی کنفرانس باید د راوتلو تقسیم اوقات سرښته کړی . خبر زیاتوی چی د مخالفینو فشار او د پوځی تلفاتو ډېرښت براون د مشکلاتو سره مخامخ کړی دی .
د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان د دفاع وزارت ورکړ ، ویل کیږی چی یو برتانوﺉ پوځی د هلمند په ګرشک کی د یوې چاودنی له امله ووژل سو . پرون هم په سنګین کی یو برتانوی پوځی وژل سوی و .