په کندهار کی دوه بم ایښودونکی ونیول شول

جاويد احمد تنوير | نوومبر 24th, 2009


په کندهار کی دوه بم ایښودونکی ونیول شول ،

د کندهار ولایت پولیسو د سه شنبه د ورځی په ماښام د کندهار ښار په مربوطاتو کی دوه تنه بم ایښودونکی د ۳۵ کیلوګرامو چاودیدونکو موادو سره یو ځای نیولی دی.
یوه تن بم ایښودونکی چی د ښځو جامی اغوستی ، بورقه یی په سر کړی وه، په خپله یی رسنیو ته وویل : د یوملیون پاکستانۍ کلدارو او د یو عراده موتر وعده ورکړل شوی وه که چری چاودیدونکی توکی یی خپل ځای ته رسولی وای خو د پولیسو له خوا و نیول شوو.
د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال سردار محمد ځاځې ، دوه تنه نیول شوی بم ایښودونکی یی د سه شنبه په ماښام مطبوعاتو ته و ښودل او په ضمن کی وویل : د هیواد وسله وال مخالفین د خام عمر لرونکی ځوانانو څخه د تخریبی اعمالو د تر سره کیدو په مقصد استفاده کوی ، خو د کندهار ولایت پولیسو دغه دواړه بم ايښودونکی ځوانان مخکی د ورانکارو اعمالو څخه ونیول.

»

Copyright Larawbar 2007-2024