کور / شعر / غزل

غزل

هسي بار به دې په ما باندې احسان شي
پریږده تش مې زړه داوښکو په باران شي

جنګ دې ورک شي غریبان پکې سروخوري
زوروروته دسرو اوسپینو کان شي

دنیویارک ډیري خځلې يې جارو کړې
اوس يې پریږدئ دپیسوجاروکشان شي

دفساد مډال ګټونکي به تقدیر شي
ټول به بیا له خیره نوي وزیران شي

له مودو دلته دا یوه قایده چلیږي
چې نوکرشي دپردو زمونږ حکمران شي

تظاهر نه چوپه خوله ښه يې حسنه
چې صفات دې لکه ګل خپله ګو یان شي