د حج پر مهال ۷۷ کسان سېلاوونو یووړل

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2009


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی په جده کی د شدید باران او توپان له امله ۷۷ کسان له منځه ولاړل حال دا چی ۶۰ کیلو متره لیری یعنی مکې مکرمې ته نږدې د عرفات پر میدان درې ملیونه حاجیانو د لمر څخه د ژغورنی په خاطر سپینی چترۍ نیولي وې . په جده کی ځینی کورونه ونړېدل او خړي اوبه هری خوا ته بهېدې مګر دا تر اوسه معلومه نه ده چی په دغو ۷۷ مړه سوو خلکو کی حاجیان هم شامل دي که یا . خو ویل کیږی چی ۲۱ یې سعودیان دي او متباقی دلته اوسېدونکي نور کسان دي . خبر زیاتوی چی دا بارانونه او توپانونه پخوا دا مهال نه وو پیښ سوي . د دې اورښت اندازه ۷ سانتي متره وه چی په ټول کال کی دلته همدومره باران نه کیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024